افغانستانخبرونه

امریکايي ورځپاڼه: که د سولې خبرې ناکامې هم شي، ټرمپ ځواکونه وباسي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷): امریکايي مشهورې ورځپاڼې «دې هیل» تر دې عنوان لاندې چې «ټرمپ دې له افغانستان نه د عسکرو د ایستلو په پلان غور وکړي» اوږده مقاله خپره کړي ، د مقالې  لیکوال «جېمز ډابینز» چې یو وخت د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی پاتې شوی وايي، له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو له وتلو سره سم به په دې هیواد کې عراق ته ورته حالت رامنځ ته شي چېرې چې د امریکایانو تر وتلو وروسته په لنډه موده کې «داعش» د بغداد تر دروازو راورسید.

د مقالې د لیکوال په وینا، ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي عسکرو را ایستلو ته بیړه لري او که احتمالا د سولې خبرې بې پایلې هم شي، ټرمپ به خپل عسکر په افغانستان کې پرېنږدي.

مقاله وړاندې زیاتوي، د امریکايي عسکرو له راوتلو سره سم به  ټرمپ  د کابل له حکومت سره خپلې مالي مرستې ودروي چې په پایله کې به یې د کابل حکومت خپله د واک ساحه ورځ تر بلې له لاسه ورکړي او یو ځل بیا به هغه ډول خونړیو جګړو ته لار هواره شي چې د روسانو تر وتلو وروسته په افغانستان کې پيل شوې.

د جېمز په اند، که چېرې امریکا خپل عسکر له افغانستان څخه راوباسي دا هیواد به بشپړ د طالبانو لاس ته ولوېږي او د القاعده په شمول به نړیوالو جهادي ډلو ته  چې د امریکا د امنیت لپاره ستر تهدید بلل کېږي،  یو ځل بیا په افغانستان کې د مرکز نیولو فرصت په لاس ورشي چې بیا به یې کابو کول د امریکا تر توان لوړ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x