سولې شورا: که حکومت یوازې د سولې هڅې کوي «خطا» دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷ل): د سولې شورا وايي که حکومت او سیاسي څېرې د سولې لپاره هڅې ګډې نه کړي ښايي پر «ناکامۍ» تمامې شي.

د سولې شورا مشر کریم خلیلي پرون «جمعه» په کابل کې یوې غونډې ته وویل که حکومت هڅه کوي چې یوازې به پر خپل سر د سولې هڅې پر مخ یوسي «خطا» دی.

هغه په خپلو خبرو کې د سیاسي څېرو، ګوندنو او ډلو سوله‌ییزې هڅې هم د حکومت له همغږۍ پرته له ناکامۍ سره مخېدونکې وګڼلې.

سره له دې چې تر اوسه حکومت د سولې په خبرو اترو کې کوم مطرح اړخ نه دی، خو کریم خلیلي د سولې روانې هڅې ښه وضعیت ته رسېدونکې یادې کړي.

په ورته وخت کې د اشرف غني ویاند هارون چخانسوري ویلي دوی د مسکوناستې په څېر غونډو کې د ګډون نیت نه لري.

تر دې وړاندې د محمد محقق په ګډون ځينو سیاسیونو له حکومته غوښتنه کړې وه، چې یو پلاوی برابر او د دوی له هغې ډلې سره دې يې ملګری کړي چې مسکو کې يې له طالب استازیو سره لیدلي و.

ټاکل شوې د سیاسیونو او طالبان استازیو تر منځ بله ناسته قطر کې ترسره شي، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په قول ښايي د مسکو تر تېرې ناستې به هم «بهتره» واوسي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د