افغانستان

ارګ: د مسکوناستې په څېر غونډو کې ګډون نه کوو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷ل): په مسکو کې د سیاسي ګوندونو له استازیو او څېرو سره د طالب استازیو له ناستې وروسته ځینو کړیو او اشخاصو پر حکومت غږ وکړ چې د داسې ناستو ملاتړ او ان ګډون دې پکې وکړي.

د اجراییه ریاست مرستیال او د دې غونډې ګډونوال محمد محقق له یادې غونډې څه موده وروسته پر حکومت غږ وکړ، چې د سولې په نوم جوړ کړی پلاوی دې د دوی تر چتر لاندې د طالبانو له استازیو سره کېنوي.

حکومت چې وړاندې یې د بین الافغاني ناستو او یا هم ظاهراً «د افغانانو پر مالکیت» د ناستو یادونه کوله، تازه يې په دې ډول ناستو کې له ګډونه د انکار خبره هم کړې ده.

اشرف غني چې د سولې د روانو هڅو په سبوتاژ او خنډ جوړولو تورنېږي، ویاند يې ويلي د مسکو په څېر ناستو کې به هغه وخت ګډون وکړي چې د «حکومت پر محوریت» وي.

که څه هم د مسکو ناسته کې طالبان او سیاسي څېرې مخامخ سره ناست و، خو هارون چخانسوري وايي دوی به هغه وخت برخه واخلي چې «خبرې مخامخ» وي، چې ښايي موخه يې د سیاسي ګوندونو او څېرو حذف او «دوه پر دوه» له طالب استازو سره د خبرو توقع وي.

دا په داسې حال کې دی چې پرون د سولې شورا مشر کریم خلیلي پر سیاسي ډلو او حکومت غږ وکړ چې د سولې لپاره هڅې سره شریکي او پر یوازې سر دې دا ګامونه نه پورته کوي.

یاده دې وي همدا شېبه په قطر کې د طالبانو او امریکا مخامخ خبرې دوولسمې ورځې ته غځېږي، طالبانو پرلپسې یادونه کړې چې له هر افغان سره د قناعت لپاره خبرو ته تیار دي، خو د حکومت په نوم کوم مشروع ادرس نه پېژني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x