افغانستانخبرونه

قانوني: د امریکا غلطۍ ددې لامل شوې چې طالبان، حکومت د سولې له خبرو لیرې کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷): د صلح او اعتدال انتخاباتي ټيم لومړی مرستیال «محمد یونس قانوني» وايي، د امریکا ځیني اشتباهات ددې لامل شول چې طالبان له حکومت سره له خبرو په شا شي.

«جمهور نیوز» د قانوني له قوله لیکي، له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو اعلان طالبانو ته دا فرصت په لاس وکړ چې له ګډ حکومت سره مستقیمې خبرې ونکړي.

د قانوني په وینا، طالبان فکر کوي چې امریکايي ځواکونه به په هرحالت کې افغانستان پرېږدي، چې تر هغه وروسته به دوی له یوه قوي مؤقف سره په افغان حکومت خپلې غوښتنې ومني.

قانوني داسې مهال د سولې له مذاکراتو څخه د ګډ حکومت د ګوښه کېدو په اړه خواشینی دی چې نن دوولسمه ورځ لا هم د قطر په پلازمنیه «دوحه» کې د طالبانو او امریکايي استازو تر منځ د سولې خبرې رواني دي.

ددې خبرو اړوند طالبان وايي چې، له امریکایانو سره یوازې د افغانستان د قضیې په بهرني اړخ خبرې کوي چې تر حل کېدو وروسته به د افغانانو خپلمنځي مسائل خپله افغانان حل کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
دومره ويلي سم ، چي يونس قانوني په خپل دوه مخه مهارت کي د عبدالله بن اُبيّ سر ګرولئ دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x