افغانستان

بادغیس؛ طالبانو اوه عسکر وژلي او شپږ يې ژوندلي نیولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي بادغیس کې يې سرتېرو پر دوو پوستوبریدونه کړي، چې د مرګ‌ژوبلې تر څنګ يې څو تنه عسکر ژوندي هم نیولي دي.

قاري محمد یوسف احمدي پر خپله ټویټر پاڼه هغه تصویرونه خپاره کړي چې له طالب سرتېرو سره زنداني عسکر او نیول شوي مهمات پکې ښکارېږي.

هغه لیکلي، تېره شپه يې ملګرو د مرغاب ولسوالۍ په اکازو کې پر دوو پوستو بریدونه کړي، چې اوه تنه عسکر يې وژلي او شپږ نور يې ژوندي نیولي دي.

د بادغیس ځايي چارواکو د تلفاتو په تړاو څه نه دي ويلي، خو طالبانو ويلي چې د وژل شویو عسکرو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې دی او د دو لویو مخابرو په ګډون يې ګڼې سپکې او درنې وسلې هم نیولې دي.

دا په داسې حال کې دی چې وړمه شپه هم د دې ولایت د مقر ولسوالۍ په مزیدانو سیمه کې طالبانو یوه پوسته ونیوله او دولتي ځواکونو ته يې مرګ‌ژوبله واړوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x