ایس ۴۰۰ روسي دفاعي میزایل

د ایس ۴۰۰ دفاعي سیسټم پر سر د ترکیې او امریکا تر منځ نوې شخړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ کب، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ جمعه د امریکې دفاع وزارت یو ځل بیا ترکیې ته ګواښ کړی چې د روسیې څخه د «ایس ۴۰۰ میزایل» دفاعي سیسټم د رانیولو په صورت کې به د امریکايي دفاعي سیسټم «پاټریوټ» او جیټ الوتکو «اف ۳۵» څخه بې برخي شي.

د امریکا د دفاع وزارت «پنټاګان» ویاند رسنیو ته وویل چې د ترکیې له لوري ددغه سیسټم د رانیولو وروسته به دغه هیواد هیڅ کله «اف ۳۵» او پاټریوټ سیسټم تر لاسه نه کړي.

تېره ورځ جمعه د ترکیې دفاع وزیر «خلوصي اکار» ویلي وه چې د واشنګټن له لوري د اف ۳۵ نه ورکولو ګواښ د قانون او منطق خلاف دی، په ځانګړي ډول په داسي وخت کې چې د ترکیې پیلوټان او تخنیک کاران همدا اوس په امریکا کې پر دغو الوتکو باندي تمرینونه کوي.

نوموړي وویل چې هیواد به یې په راتلونکي اکتوبر میاشت کې د «ایس ۴۰۰ میزایل» دفاعي سیسټم پر نصبولو کار پيل کړي، او زیاته یې کړه، چې دغه سیسټم رانیول د ترکي حکومت لپاره اختیار نه بلکې یوه اړتیا وه، ځکه چې د ۸۲ ملیونه ترکانو ساتنه او دفاع ور له غاړي ده.

باید وویل شي چې د ترکیې او امریکا تر منځ په دې وروستیو کې پر مختلفو سیاسي، اقتصادي او دفاعي چارو باندي اختلافونه زیات شوي چې له امله یې د ترکیې اقتصاد ته هم تاوان رسیدلی دی.

د یادونې وړ ده چې ترکیې په کال ۲۰۱۷ کې د روسیې څخه د ایس ۴۰۰ پر مختللی هوايي دفاعي سیسټم رانیوی خو تر اوسه یې تر لاسه کړی او نصب کړی نه دی.

ترکیه چې د ناټو په هیوادونو کې ګډون لري او د امریکا څخه هم وسلې اخلي، امریکا یې د روسیې دفاعي سیسټم د خپلو وسلو لپاره د خطر زنګ بولي، ځکه چې په وینا یې اف ۳۵ الوتکې اوسمهال کولای شي چې د روسیې دفاعي سیسټم څخه ځان وساتي، خو که چیرې یو هیواد دغه دواړه امکانات ولري، هغه په اسانۍ سره کولای شي چې د اف ۳۵ هغه تخنیکي وړتیاوي په نښه کړي چې د روسي دفاعي سیسټم یې اوس مهال نسي کشفولای.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د