د امریکا د هوايي ځواک وزیرې استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ کب، ۱۳۹۷ل): د امریکا د هوايي ځواک وزیرې «هیتر ویلسن» تېره ورځ جمعه وویل چې ولسمشر ټرمپ ته یې له خپلې دندې استعفا لیک لیږلی.

هغې دغه خبر پر خپل ټویټر پاڼه ورکړی او ویلي يې دي: « نن می ولسمشر ته خبر ورکړ چې د هوايي ځواک د وزارت څخه استعفا ورکوم، تر څو د «الباسو» په ښار کې د ټکساس پوهنتون مشرتوب وکړم».

او زیاته یې کړه، د خپلو پیلوټانو تر څنګ په خدمت خوښه سوم، فخر کوم چې مونږ د امریکايي هوايي ځواک وړتیا او وژونکی قوت بیرته را اعاده کړ.

ددې تر مخه رویټرز خبرې اژانس د یوه چارواکي له قوله خبر ورکړی وو، ویلسن چې له ډېره وخته د وزارت دفاع لپاره احتمالي نومانده بلل کېده، له خپلې دندې یې استعفا ورکړې تر څو خپل اکاډمیک ساحې ته ور وګرځي.

هیتر ویلسن د تېرو دوه کلونو راهیسي د هوايي ځواک وزیره وه، په داسي وخت کې چې دغه ځواک په افغانستان او سوریه کې تر بل هر وخت زیات بمونه وغورځول.

باید وویل شي چې د پخواني دفاع وزیر جیمس ماټیس د استعفا وروسته تر اوسه هم د امریکا دفاع وزارت بې وزیره دی، داسي تمه کېده چې هیتر ویلسن به ددغه وزارت چاري ور وسپارل شي خو اوس چې هغې هم استعفا ورکړې، ټرمپ یو ځل بیا د وزیر دفاع لټه پيل کړې.

د امریکا څخه خپریدونکې سیاسي ورځپاڼې «پولیټیکو» ویلي چې تر اوسه اقلا دوه کسانو د وزارت دفاع لپاره د ټرمپ غوښتنه رد کړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د