افغانستان

کابل برید؛ طالبان وايي دوی دا ډول بریدونه نه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷ل): کابل کې وړمه ورځ د عبدالعلي مزاري د تلین په پلمه جوړه شوې غونډه د برید ښکار شوه، چې حکومت د طالبانو کار وباله.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: «دا حمله طالبانو تروریستانو کړې ده، دا ډېره واضح ده.»

ذبیح الله مجاهد په دې اړه وضاحت خپور کړی او د حکومت دا دعوه يې بې اساسه بللې ده.

هغه لیکلي، د پېښې پر ورځ يې هم رسنیو ته ويلي چې دوی پکې لاس نه لري خو «د کابل ګوډاګۍ ادارې مزدورو چارواکو له خپل ځان څخه د مسئولیت اړولو لپاره د دغې پيښې تر شا د مجاهدینو لاس وباله.»

ښاغلی مجاهد لیکي، د دوی له لوري عملیاتو کې پوځي اهداف په نښه کېږي او «د کوم قوم، مذهب او خاص قشر پر واندې برید به نه تلقي کېږي.»

د طالب ویاند پر وینا: «موږ د خپلو ترسره کړیو عملیاتو اعلان پخپله کوو او د برید هدف او لاسته راوړنې هم تشریح کوو.»

دا برید چې د حکومت سیاسي مخالفینو د حکومت له لوري طرحه شوی وباله، پکې تر لسو ډېر کسان ووژل شول او تر ۹۰ ډېر نور ټپيان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x