نظــر

د ښځی د نړيوالی ورځې په بانه

د،ب،هيښ

کله چې دښځو دحقوقو خبرې کوو ،نو مراد دهغوئ ټولنیز،سیاسي ، فرهنګي او انساني اساسي حقونه دي. دا حقونه په مادیاتو ،تخصص،منصب ،مجردتوب ، متاهل توب او تولیدي مشغولتیا او عایداتو پورې هیڅ اړه نه لري.

اساساً ماته د ښځو دحقوقوترنامه لاندې نارې وهل یوه تبعیضي موضوع ښکاري او دا مانا ورکوي چې ښځې دانسانیت دچوکاټ څخه بهر یوبل مخلوق دئ چې باید ورته نارینه دهغوئ دحقوقودپاره قوانین او معیارونه جوړ کړي،ترڅو ددې قوانینو په لمن کې ئې حقوق تعریف او تسجیل شي.

حال داچې ښځه هم دنارینه په شان الله تعالی انسان پیدا کړې او دانسانیت په برخه کې دنارینه سره هیڅ توپیر نه لري ،نو حقونه ئې ولې جدا تر بحث لاندې راوستل شي.

کله چې دښځو انساني مقام او کرامت په رسمیت وپیژندل شي اوټولنه او افرادئې ورته متعهد او قائيل شي ،نوره خبره تمامه ده او ښځې دنارینه وو په شان دخپلو انساني حقونو څخه برخورداره شوي ،ظلم ،تمایز او تبعیض له منځه ولاړ او ټولنیز عدالت برقراره شو.

دا درسته ده چې يوه ټولنه دخپلې رفاه او ترقۍ دپاره دخپلو افرادو(نارینه او ښځینه ) کار او فعالیت ته ضرورت لري او هرڅومره چې دیوې ټولنې افراد خپل استعدادونه او انرژي په دې لاره کې ترګټې لاندې ونیسي په همغه اندازه ئې شخصي او ټولنیز ژوند دارامۍ او اسودګۍ په لوري حرکت کوي .خو ډیره لویه تیروتنه دکار او شغل دمولدیت په برخه کې دا ده ،چې ځنې یوازې هغه شغل ته ارزښت ورکوي او مولد ئې بولي چې مزد او اجره ترې په لاس راوړي که تولیدي کاروي او یا خدماتي، مګرهغه کارونه او شغلونه چې ارزښت ئې په کراتو ډیر دئ او دکورنۍ او ټولنې په نظم او ثبات کې پریکنده رول لري دمادي معاش دنه لاسته راوستلواو دمادي تولید او حاصل دنه منځ ته راوړلو له کبله له پامه غورځوي .لکه دښځو کار د کور او کورنۍ په ماحول کې ،داولادونو روزنه ،پالنه او ساتنه ،دکور دامورو مدیریت او نظارت او داسې نور چې ښځې ئې بې بیې او بې حسابه ترسره کوي او دنارینه دوه چنده وخت ئې هم پرې لګیږي. همدا ښځې دي چې دکورنۍ او ټولنې دا دروند مکلفیت او مسؤلیت ئې په احسنه توګه بې له مادي متاع څخه اجرا کړئ دئ .خو نارینه وو دځان غوښتنې اوجاهلانه غرور له امله چې دټولنې په امورو اواداره مسلط دی دا مهمه او مقدسه دنده یعنی دښځو کار او مصروفیت په کورکې داهمیت اومؤثریت له نظره له بده مرغه نه درک کړئ او نه ئې اقرار ورباندې کړئ دئ، بلکه د پاداش او تحسین په ځائ ئې ورته دحقارت په سترګه کتلي دي .بناءً دنارینه وو کار او دنفقې لاسته راوړنه په هیڅ صورت دهغه دبادارئ او دښځو دغلامئ دستور نه شي توجیه کولائ،بلکه دکورنۍ دننه اوباندې مصروفیتونه دهغو مسؤلیتونو اومکلفیتونو سرته رسول دي چې دکورنۍ دبقا او دټولنې دثبات دپاره حیاتي ارزښت لري نه نر او ښځې ته دامتیاز دورکولو له پاره.

له دې کبله زما په نظر په ټولنه کې د اساسي حقوقو بنیاد په انسان او دهغه په کرامت ولاړدئ،نه دهغه په جنسیت ، مولدیت او مشغولیت باندې. که ښځې دانساني مقام څخه برخورداره شي او په رنګارنګ بانو ئې ددې حق مخه ونه نیول شي ،دمولدیت او مشغولیت مسئله په بلفعل ډول حل کیږي .نور حقونه او مسؤلیتونه به دمذاکراتو او مفاهماتو له لارې تعریفیږي او تاءمینږي او دګډو تصمیمونو په نیولو سره به د ټولو هغه خڼډونو، ننګونو او پرابلمونو دپاره چې دوخت او زمان دتغیر له لحاظه ټولنه ورسره مخامخ کیږي معقولې او مناسبې دحل لارې پیدا کړي.

لاکن دا يو ارمان دئ او ددې ارمان دپوره کیدو دپاره هر اړخیزې او دوامداره مبارزې ته ضرورت دئ او دا ډیر وخت غواړي ترڅو زموږ دنرانو په سرونو کې دخپلو میندو، خویندو، لوړنو او میرمنو په هکله هغه وروست او خوسا ذهنیت چې ښځو ته ددوهم کلاس موجود په سترګه ګوري او دیوه مریه په توګه ورسره رویه کوي او یا ئې دشیطاني هوسونو دپوره کیدو وسیله او اوبیکت بولي له منځه ولاړشي او د افغاني ښځو اوسنئ فلاکت باره او غیرانساني حالت چې دانسانیت په لمن تور داغ دئ ختم شي او خپل وړځائ ئې په کورنۍ او ټولنه کې تثبیت شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

دروند ورورهيښ صاحب

ستاسو ارزښمنده ليکنه د قدر وړ ده

ستاسو د ليکنې په تاييد زياتوم چې نارينه بايد د ميرمنو د کورني زحماتو قدرداني وکړي هغوی وفهموي چې ستاسو د زحمت قيمت تر هغو ډېر لوړ دی چې نارينه يې ګټي،،

غمی.پښتین

غوربندی ته.
میرمنی باید د کور کارونه وکړی.شفاخانه ،کلنیک ،ډاکتر ته هم باید ازاد تګ راتګ وکړی.د غوربند خلک باید په میرمنو باندی د تیږو بارانونه ونه کړی،

مجاهد

غمی صاحب ! غوربندی صاحب د رهین صاحب د لیکنی ستاینه کړی او به رشتیا هم د ستاینی وړ ده، مګر تاسی چه باید د هر مومن سړی د لیکنی او یا تبصری لاندی باید څه ولیکی چه هغه لیکنه یا تبصره کمرنګه او کم خونده کړی. یوڅه ګډی وډی ولیکی؟ دا سمه ده چه په دی ګډووډو کی به څه لاسته راوړنی خامخا لری ډیر خلک دغه کار کولای شی مګر ضمیر یی اجازه نه ورکوی وایی زما وړاندیز تاسی ته هم دادی چه له کډی وډی تبصری دمخه دخپل خدای او وجدان سره یوه مشوره وکړه او بیا… نور لوستل »

غمی.پښتین

مجاهد صاحب.
زه په خپله تبصره کی ګډ وډی نه وینم،هره میرمن صحی خدماتو او ښه تغذیه حق الله ج ورکړی دی،
خو بعضی خلک نه دا د الله ج ورکړی حق نه ورکوی .بلکه د تیږو باران هم په کوی،فیدیو یوتیوب کی وګوره،غوربند کی دا کار شوی،او د یورپ مسیحیان په تبلیغ کی له د فیدیو څخه ګټه اخلی

لونګ

زمونږه خویندی او مور ګانی خو د تناره پر غاړه مړی شوې، چا هم تر داکتره ونرسولې. ټول عمری خدمت وکړ، په خاورو یرو کی یی ډوډی پخه کړه، غوایی ولواسله، جامی یی پر خپلو لاسونو ومنځلی، بدون له وقفی یی بچیان راوړل حتی تر لسو او دیارلسو پوری…. بالاخره د سل او تبرکلوز له وجی مړي شوی. دا د چا له لاسه؟ ###. زه نغواړم چی اولادونه می لکه ما بدبخته وي، زه نغواړم چی اولادونه می لکه زمونږه خویندی او میندی مړی شی. دا ښه ژوند کفارو ته چا ورکړی؟ ####. د حجاب او ستر په په چوکات… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx