د هندي لوبغاړو لخوا د «فوځي خولۍ» پر سر کولو سره د پاکستان غبرګون

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ کب، ۱۳۹۷ل): د جمعې په ورځ د مارچ په اتمه د هند او استرالیا کرېکټ لوبډلو ترمنځ دریمه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوه چې په کې استرالیا لوبډلې هند ته د ۳۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې هندي لوبغاړو د پلوامه پېښې په پار چې تر ۴۵ زیات هندي عسکر په کې وژل شوي وو، فوځي خولۍ په سر کړې وې، ددوی په وینا چې دغه کار یې وژل شویو کورنیو سره د غمرازۍ په پار ترسره کړی.

د هندي کرېکټ بورډ په وینا د لوبې پر مهال هندي لوبغاړو  ته فوځي خولۍ ورپه سر شوې چې دغې کار د پاکستان حکومت غوصه کړی او پر وړاندې یې سخت غبرګونونه راپارولي.

یادې پېښې په پاکستان کې سخت غبرګونونه راپارولي، او د پاکستان حکومت له کرېکټ نړیوالې شورا غوښتي تر څو د هند کرېکټ بورډ پر وړاندې په دغه کار له سختو کړنو څخه کار واخلي، ددوی په وینا چې کرېکټ یوه ښاغلې او جنټلمن لوبه ده په دې کې سیاسي مداخلت د لوبې قوانینو سرغړونه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یوه تلویزوني مرکه کې زیاته کړه چې دغه  ډول کړنې هند حکومت په ټاکنو کې د ځان ثابتولو لپاره کوي، خو که چیرې دوی دغه ډول کړنو ته ادامه ورکړي پاکستان حکومت به یې پر وړاندې سخت ګامونه پورته کړي.

همدا ډول د پاکستان اطلاعاتو او پوهنې چارو وزیر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «دا خو کرېکټ نه شو، امید دی چې آی سي سي د – ښاغلې لوبه په سیاست بدلولو ـ  پر وړاندې اقدام وکړي، که هند کرېکټ بورډ دغه کړنه بیا تکرار کړي پاکستان لوبډله به اړ شي چې په کشمیر کې د هند لخوا د شویو ظلمونو په پار په لاسونو تورې پټۍ وتړي».

له بل پلوه د هند کرېکټ بورډ ویلي وو چې دغه کار يې د کرېکټ نړيوالې شورا په خوښه او د هغوی سره په مشوره ترسره کړی، دوی وايي چې نړيوالې شورا يې په ځواب کې داسې وويل: «آی سي سي د هند کرېکټ بورډ غوښتنه مني، دا يو خيريه کار دی کومه جدي ستونزه نه لري».

د کرېکټ په تاريخ کې دا لومړی وار دی چې يوه لوبډله دې فوځي خولۍ په سر کړي، له دې وړاندې د داسې کړنو لپاره لوبغاړو پرمټ تورې پټۍ تړلي، او د سرطان، ايډز او داسې نورو ناروغيو مخنيوي په خاطر یې د شرټونو رنګ بدل کړی دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د