میدان وردګ؛ جغتو، بمبار کې د یوې کورنۍ ۱۲ غړي ووژل شول

میدان وردګ؛ سید اباد کې ګډو ځواکونو نهه تنه ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷ل): د میدان وردګو ولایت سید اباد ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې درانه ملکي تلفات اړولي.

ځايي سرچینې وايي، ګډو ځواکونو د دې ولسوالۍ د تنګي درې په حسین خېلو، دولت خېلو او جوی زرین سیمو کې چاپې وهلې او پر دوو کورونو يې بمبار کړی دی.

د پېښې بشپړ جزییات لا هم نه دي په ډاګه شوي، خو تر اوسه پورې د نړيدلو کورونو له خاورو د مېرمنو او ماشومانو په ګډون نهه جسدونه را ایستل شوي دي.

wardak-sayad- abad

میدان وردګ، سید اباد کې شپنیو عملیاتو کې وژل شوي ملکي وګړي

د میدان وردګ چارواکي د تل په څېر چوپه خوله دي، خو طالبانو دا پېښه جنایت بللې او د دوو کورونو تر څنګ يې د یو مسجد او یو روغتيايي مرکز د نړېدلو خبر هم ورکړی دی.

دا په داسې حال کې دی چې دوه ورځې وړاندې د دې ولایت په جغتو ولسوالۍ کې هم دولتي ځواکونو پر یو کور د چاپې پر مهال درې مېرمنې له ځان سره یووړې، چې سخت ولسي غبرګون يې را وپاراوه.

د میدان وردګو یو تن مدني فعال د نوم نه ښودو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل، مېرمنې کابل ته وړل شوې وې، له حکومت سره له اوږدو خبرو اترو او ګواښونو وروسته پرون «جمعه» را پرېښودل شوې.

د هغه په وینا ځايي ادارې ورته ګواښونه کړي و او خلکو له وېرې حتی خواله رسنیو کې هم غبرګون نه ‌شوای شریکولی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د