
انګلستان له ويسټ انډیز څخه د ټيسټ بدل په تاريخي شل اوريزې بريا واخيست
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ کب، ۱۳۹۷ل): د انګلستان او ويسټ انډيز تر منځ په دويمه يو ورځنۍ سيالۍ کې ويسټ انډيز لوبډله د ۱۳۷ منډو په ستر تاريخي توپير ماتې سره مخ شوه.
ويسټ انډيز لوبډلې چې په شل اوريزو سياليو کې ځانګړی نوم لري- د ۱۸۲ منډو په بدل کې يوازې ۴۵ منډې جوړې کړې او د شل اويزو نړيوالو لوبو په تاريخ کې يې دويمې کمې منډو ريکارډ خپل کړ.
INCREDIBLE!
West Indies have been bowled out for just 45 – the second-lowest total in the history of T20I cricket. Chris Jordan finishes with figures of 4/6 from just two overs. Extraordinary.#WIvENG SCORECARD ⬇️https://t.co/9wv2JMLNOB pic.twitter.com/ZBuypOjb3Z
— ICC (@ICC) March 8, 2019
په ياده لوبه کې لومړی انګلستان توپوهنه وکړه چې د سيم بيلينګز په زړه پورې توپونې سره يې ويسټ انډيز ته د ۱۸۷ منډو هدف وټاکه.
د ويسټ انډيز توپوهونکو ته په کتلو د هدف پوره کول ستونزمن نه وو، خو انګلستاني توپ اچونکي کريس جورډن په زړه پورې توپ اچونې سره ټوله لوبډله يوازې په ۴۵ منډو وسوځېدله.
د ويسټ انډيز لخوا يوازې هټميار او براتويټ ۱۰-۱۰ منډې جوړې کړې، په توپ اچونکو کې کريس جورډن د د ۶ منډو په بدل کې ۴ ويکټې واخيستې، همدا ډول عادل رشيد، پلنکیټ او ويلي هم ۲-۲ ويکټې واخيستې.
ويسټ انډيز لوبډلې د ۱۳۷ منډو په توپير د خپل شل اوريزو لوبو په تاريخ کې تر ټولو ستره ماتې وخوړه.
له دې وړاندې په ټيسټ سياليو کې ويسټ انډيز لوبډلې انګلستان لوبډلې ته په سيريز کې په ۲-۱ ماتې ورکړې وه چې انګلستان لوبډلې يې په شل اوريزو لوبو کې بدل واخيست، او د درې لوبو سيريز يې په ۲-۰ وګاټه