نړۍ

په خېبر پښتونخوا کې وسلوالې ملېشې ګواښ کړی چې د حکومت سره به خپلي اړیکی وشکوي

anti-Taliban_militia_Pakistanنن ټکی آسیا: د خیبر پښتونخوا پرونی چاودني چې په کښي لږ تره لږه 38 کسه وژل شوي وه، د حکومت او حکومت پلوه ملېشې تر منځ تاوتریخوالی زیات سوی، او د دغې ملېشې مشر دلاور خان حکومت ته ګواښ ورکړی چې نور به ددوی سره خپلي اړیکی او همکاری وشکوي.

پرون د ملېشې د یو مشر حکیم خان د ښځي په جنازه کې یو فدايي برید سوی وو، چې پړه یې ځايي طالبانو په غاړه اخیستې وه، او د 38 کسو په وژلو سربېره یې تر 100 زیات کسان ژوبل کړي وه، طالبانو ویلي چې دوي ځکه دغه کسان په نښه کړه، چې د حکومت سره یې ددوی په ضد په عملیاتو کې برخه اخیستل.

د امن لښکر یا د ځايي ملېشې مشر دلاور خان ویلي چې حکومت ددوی سره د هر رنګه همکاری وعده کړې وه، مګر یوه یې هم نه ده پوره کړې، نه یې دوی ته تر اوسه اسلحه ورکړې او نه یې موټرونه او پیسې..

د بلې حکومتي چارواکو ویلي چې حکومت ددوی سره خپل تر اوسه ټوله همکاري کوي، مګر دوی ته اسلحه او نور شیان نه ورکوي.

د خېبر پښتونخوا ګورنر عامر حیدر خان هوتي ویلي چې د طالبانو په ضد عملیاتو کې دغه ملېشه ستر رول لوبوي، او باید هر رنګه همکاري ورسره وشي.

د ملېشې مشر دلاور خان ویلي چې دوی تر اوسه د طالبانو سره په جګړه کې ډېر مړي ورکړي، مګر د حکومت له خوا ددغو مړو او قربانیو په بدل کې هیڅ هم نه دي ورکول سوي، نومړي زیاته کړه چې نور دوی د حکومت سره خپله همکاري بس کوي، او د طالبانو څخه به په خپله طریقه انتقام واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x