افغانستان

سياف:د سولې  خبرو سره دلته ځينو خپل روحيات بايللي / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷): پخواني جهادي مشر او د دعوت ګوند رهبر استاد عبد رب الرسول سياف ويلي، چې قطر کې د سولې خبرې روانې دي او ځينو بيا دلته خپل روحيات بایللي دي.

نوموړی وايي، د سولې روانې خبرې د افغانانو او هېواد په ګټه دي او هېڅوک بايد ترې وېره ونه لري.

استاد سياف او يو شمېر نورو جهادي او سياسي مشرانو نن په کابل کې د مارشال قسيم فهيم د پنځم تلين په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د سولې په اهميت، افاديت او اړتيا خبرې وکړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د سولې لپاره هر ډول قربانۍ چمتووالی ښودلی او زياته يې کړه، چې د داسې سولې ملاتړ کوي، چې د ملت او دولت عزت په کې خوندي وي او افغانستان ته تلپاتې امنيت او ثبات راولي.

دغه جهادي مشر ټينګار وکړ، چې افغانان له جګړو ستړي دي او اوسنی وخت يې د سولې لپاره زرين چانس وباله.

د استاد سياف سربېره د ګډ حکومت اجرائيه رييس عبدالله عبدالله، د سولې شورا عالي شورا مشر کريم خلیلي او يو شمېر نورو سياستوالو هم د مارشال فهيم په شخصيت، کړنو او سياستونو سربېره په روانو حالاتو خبرې کړي دي.

ښاغلي خلیلي وويل، چې د افغانستان کړکېچ يوازې د خبرو له لارې حل کېدای شي او افغانان بايد خپلې ستونزې د خپلمنځي تفاهم له لارې حل و فصل کړي.

نوموړي زياته کړه، چې يو شمېر خلک د خپلې څوکۍ د بقا په موخه د سولې له روانو خبرو سره مخالفت کوي او پر وړاندې يې د خنډونو اچولو ناکامه هڅه کوي.

خلیلي که څه هم د چا نوم نه دی اخيستی، خو داسې ښکاري، چې په ظاهره د هغه اشاره د ګډ حکومت مشر اشرف غني  او د هغه پلويانو ته وه، چې د سولې له روانو خبرو سره مخالفت ښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

د مارشال د تګ ورځ ښه پخه ولمانځی ځکه کال دا مهال به سوله قايمه او د فهيم قسيم د فقدان کليزه به دده تر کورنی پورې محدوده شوې وي.

ان شاءالله تعالی

Adam Khan

I do not think that the public is worried about the Taliban taking control of the system. You can tell from his shivering that he himself is in trouble.

هارون

طالبان باید د بري په لمړي سهار دا ټولې دین خرڅوونکې څېرې په دار وځړوي او دا به یې د حکومت تر ټولو لویه لاسته راوړنه وي. خدای(ج) دې وکړي.

غ.حضرت

هغه کسان چي تلویزیون ئې وړوکی دی د سیاف خان ددې مبارکی ټولی ږیری د لیدو د ویاړ څخه بې برخی دی بناً د سیاف څخه هیله کیږی چي خپله ږیره د تلویزیون د صفحې د اندازې سره عیاره کړی، دا به ستر ظلم وی چي یو بېچاره کس د تلویزیون پر رانیولو سپینی روپۍ ورکی خو د ښکلو منظرو د مشاهدې څخه محروم وی.

مجاهد

تر ټولو لوی خبیث انسان سیاف ( ایساف ) دی له نورو خو ډالرو وروسته خبیثان جوړ کړل مګر سیاف خبیث له موره غلام زیږیدلی وو ، معلومه نه ده چه پلار یی هم د ده په شان خبیث وو او که له اوله له عیساوی متیازو او وینو زووو زیږول شوی خبیث دی . هماغه وخت چه روسانو د کمونستی الحاد تخم زمونږ به ګران هیواد کی شیندلو او ررغونولو امریکایانو د دموکراسی الحاد تخم شیندل هم پیل کړل چه یو تخم یی سیاف ملحد او خبیث دی کمونستی او دموکراسی غبرګون او ملحدی خویندی دی د د دمو… نور لوستل »

Adam Khan

Well, I can advise you that Mujahid Ustad Yasir knows how to deal with this man.
.DAGHA DA LASTONI MAR ABDUL AMERICA SAYYAF

لونګ

سیاف چی چرس ووهی نو بیا کله کله ریښتیا خبری هم کوي. ځینی فکر کوی چی بیابه هماغه کسان راځی او پر مونږ به په زوره ږیره پریږدی او بی اودسه به بیا پر مونږ لمونځونه کوی. نه به تعلیم وی او نه هم نظم. هر یو چی پټکی ولری هغه به امر بالمعروف وی. ویره، جهل او وهم به هر چی خپور وی نو باید خپل روحیات له لاسه ورکړی. ځینی هم ویره لری چی مونږ محکمی ته کش نکړی چی تا خو ګوډ خر هم نه درلود نو دا ماڼی او ځمکی دی لکومه کړی. خپله سیاف هم… نور لوستل »

م زا

که تاسو له خدایه غوښتي امریکا مو څه کول ستاسو توکل پر امریما وو نه پر خداي اوس چه د غرغر وخت سو توبه باسی اوس فایده نکوي چه يښه دي د ګور پرغاړه سوه توبه باسي حیف ستا پرحالت

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x