افغانستان

ورځپاڼه: حکومت له ولس سره لاس او ګرېوان دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷ل): له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې ویسا، په هېواد کې د وروستیو ملکي تلفاتو په اړوند خپاره کړي مطلب کې ويلي، حکومت له ولس سره لاس او ګرېوان دی.

د مطلب د لیکوال په وینا اشرف غني ځان تر علیحضرت احمد شاه بابا رحمه الله هم پورته بولي، خو د هغه د امپراطورۍ تر څلورمې برخې هم په کمه خاوره امنیت نه‌شي ټینګولی.

د سرچینې په وینا حکومت تر اندازې د ولس ځپلو ته کار ویلی، که یوازې د ارګ دېوالونو کې د ننه يې واک محدود شي هم، جګړې ته به دوام ورکړي.

«حکومت له خپل ولس سره لاس او ګرېوان دی، دغه ستونزه دومره جدي ده چې یوازې د ارګ د دېوالونو په حدودو کې ځای ور پاتې وي، دوی به بیا هم دې جګړې ته دوام ورکوي.»

د ویسا ورځپاڼې مطلب زیاتوي چې د ګډ حکومت مشر د هغو کسانو په لاپو کې خندان دی چې د ده پر ستاینو يې خوله خلاصه کړې، خو تر ارګ د باندې میندې د اولادونو د غوښو ټوټې را ټولوي.

«اشرف غني ته د ده اردلیان وایي چې د امان الله خان نیمګړي ارمانونه به ته پوره کوې! خو ده ته په خپلو مازغو کې ځان تر لوی احمد شاه بابا هم لوی ښکاري، تر ارګ دباندې هره ورځ افغاني میندې د خپلو عزیزانو په ټوک ټوک هډونو اوښکې تویوي، ارګ وال هماغه د پهلوان زنده خوش است په مصداق، د ځانونو په ستاینو نه مړېږي.»

دا په داسې حال کې دی چې تېره شپه هم د میدان وردګو په سید اباد ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو دوه کورونه، یو مسجد او یو روغتيايي مرکز په بمونو الوزولي او نهه تنه مېرمنې او ماشومان يې وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x