افغانستان

جنرال جوزف ووټل: اشرف غني د امریکا او طالبانو د خبرو ملاتړ کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷ل): د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جوزف ووټل ويلي، چې طالبانو سره د سولې روانې خبرې د ګډ حکومت مشر اشرف غني په مشوره روانې دي او هغه هم له دې خبرو ملاتړ کوي.

نوموړي د افغانستان سولې په تړاو په خپلو تازه څرګندونو کې زیاته کړې: «د سولې په اړه، چې زه له خپل ډيپلوماټ زلمي خلیلزاد سره څومره اړيکه لرم، زما ډېر باور دا دی، چې  هغه په دې برخه کې له ولسمشر اشرف  غني سره مشورې کوي او د سولې د روانو خبرو له جريانونو يې خبروي.»

جنرال ووټل دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د ګډ حکومت د سولې عالي شورا د درالانشاء مشر عمر داودزي د سولې په روانو خبرو اندېښنه ښودلې او ټينګار يې کړی، چې د افغان حکومت له شتون پرته به دا خبرې بريالۍ نه شي.

داودزي زياته کړې، چې قطر کې د طالبانو او افغان حکومت له خبرو د افغان حکومت ګوښه کول د اندېښنې وړ دي او په دې اړه له دوی سره يو شمېر پوښتنې راپورته کېدای شي.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم د سولې له روانو خبرو سره مخالفت ښيي او د حکومتي استازو نه  شتون په اړه يې خپلې اندېښنې څرګندې کړي دي.

د قطرد روانو خبرو له پيلېدو وړاندې ښاغلي غني ويلي و، که طالبان ورسره ګوري، دوی به خپل استازي قطر ته ولېږي او د هغه د نه ليدو په صورت کې يې د قطر له  خبرو سره پرېکون اعلان کړی و.

امريکايي رسنيو هم د افغان حکومت د سرچينو په حواله لیکلي، چې د طالبانو او امريکا په خبرو کې د حکومت ګوښه کېدو سره اشرف غني او نور چارواکي اندېښمن دي.

دا په داسې  حال کې، چې نن دیارلسمه ورځ هم په دوحه کې د طالبانو او امريکايي استازو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي.

که څه هم د دغو خبرو کره جزيات بهر نه دي راوتي، خو طالبان او امریکا دواړه وايي، چې په دغو خبرو کې پرمختګ شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x