افغانستان

د بليک واټر مشر: راتلونکو ټاکنو کې د اشرف غني بريا ناممکنه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷ل): د امريکا د خصوصي امنيتي کمپنۍ مشر ايريک پرنس وايي چې د افغانستان په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې اشرف غني بريا نشي ترلاسه کولی.

نوموړي له الجزيره تلويزيون سره په تازه مرکه کې ويلي دي چې د افغانستان په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې دا ځل د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني بريا ناممکن ده او فکر نه کيږي چې نوموړی دې د دوهم ځل له پاره د افغانستان د ولسمشرۍ چوکۍ ګټونکی شي.

هغه د افغانستان په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د اشرف غني د نه برياليتوب لامل نه دی په ډاګه کړی خو ويلي يې دي چې فکر نه کوي که اشرف غني د افغانستان په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې برياليتوب ترلاسه کړي.

بليک واټر يوه امريکايي خصوصي امنيتي کمپنۍ ده چې د بيلابيلو هیوادونو له پاره د پیسو په بدل کې امنيتي چارې او جګړې پرمخ وړي.

څه موده وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې امريکا غواړي د افغانستان جګړه د بليک واټر له لوري پرمخ يوسې چې هغه مهال يادې امنيتي کمپنۍ هم دې چارې ته زړه ښه کړی و خو وروسته دا خبره غلې شوه.

د افغانستان د جګړې له پاره د ايريک پرنس د جګړې خصوصي کولو طرحه داسې ده چې له مخې به يې افغان جګړه دوه زره ځانګړي عملياتي او شپږ زر نور قراردادي عسکر پرمخ وړي.

ويل کيږي چې تر دې وړاندې هم د بليک واټر قراردادي عسکر په افغانستان کې له امريکايي عسکرو سره یو ځای جنګيدلي دی او په ډېرو سيمو کې يې ملکي وګړي وژلي دي.

شنونکي وايي چې بليک واټر اوس هم دې ته ليوال دی چې د افغانستان جګړه د دوی له لوري پرمخ لاړ شي خو زياتوي چې که د افغانستان جګړه بليک واټر ته وسپارل شي نو افغانانو به د سختو وحششتونو شاهدان واوسي او دا بې رحمه ډله به د افغانانو د وژلو هيڅ موقع له لاسه ورنکړي.

وړاندې داسې راپورونه هم ورکړل شوي دی چې ايرک پرنس د برحال امريکايي ولسمشر سره د نورو امريکايي ولسمشرانو په نسبت له لومړي سره د اړيکو د قوي کولو او له امريکايي ادارې سره د افغانستان د جګړې خصوصي کولو له پاره ډېرې هلې ځلې کړي دي، خو په ښکاره دواړه لورې د افغانستان د جګړې په اړه کومې موافقې ته نه دي رسېدلي.

ايرک پرنس تر دې وړاندې ويلي وو چې امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته يې د افغانستان د جګړې په اړه ويلي وو چې په افغانستان کې د ډېرو امريکايي ځواکونو په ځای بايد په جګړې ډېرې پیسې ولګول شي چې هدف يې په افغانستان کې د امريکايي عسکرو په ځای د بليک واټر عسکرو ځای په ځای کول وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

هیله ده په افغانستان کی د یوې عادلانه او ریښه ای سولی د تأمین تر څنګ د بلیک واټر نجس او پلید موجودیت ته هیڅ اړتیا ونه لیدله شی.

بسم الله

لمړی : د امریکا دی وحشت ته وګوره چه د هیواد دننه د حکومتی ځواکونو سره موازی د بلیک واتر په نوم ځواکونه په قانونی بڼه کی لری هغوی د امریکا د حکومت به شان د الوتکو په ګډون تول ورته نظامی مهمات لری کیدی شی یو وخت طغیان وکړی او امریکا کی کودتا وکړی دوهم : دا باید د ملکرو ملتو له خوا منع شوی وی چه امریکا تری دداعش په شان استفاده کوی تر نشه توکو د دی ډول وحشت خبرولو او کارولو خطرات زیات دی باید د ټولو نړیوالو په نمایندګی یی ملګری ملتونه مخه ونیسی مګر… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

دا چه بلیک واتر د غلام غنی په اړه کومی وړاندوینی کوی دا هم د استعماری پلانو یوه برخه ده ، غلام غنی غوږونه پری تاووی چه تر دی زیات ځان وښوروه که نه مونږ نور بدیل غلامان ډیر لرو. ټاکنی به دموکراسی کی هر ډول درغلیو ته وایی چه سیاسی قدرت په دموکراتانو او سکولریستانو وساتی، رشتونی ټاکنی حتی امریکا کی چه د دموکراسی قبله ده نشته د افغانستان په شان اشغال شوی هیواد کی به ټاکنی له کومه شی کابل کی د امریکا سفیر د افغانستان جمهور ریس دی ذ امر او نهی فرمانونه له هغه ځایه صادریږی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x