د نړۍ تر ټولو کوچنۍ پوځي جاسوسي ډرون الوتکه چمتو شوې- ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ کب، ۱۳۹۷ل): د امریکا هېواد دفاع وزارت د خپل هر پوځي لپاره ځانګړې د جنګ پرمهال د جاسوسۍ کولو لپاره د نړۍ تر ټولو کوچنۍ ډرون الوتکه چمتوی کړې.

د امریکا دفاع وزارت ددې لپاره «۳۹.۶» ملیونه امریکایي ډالر ټاکلي چې په مرسته به یې یو شمېر بېلا بیلې د ډرون الوتکې چمتو شي، او له برخې به یې یوه د انسان لاس څخه هم کوچنۍ وي.

دغه الوتکه چې (Black hornet three nano) «FLIR» نوم لري، د نړۍ تر ټولو کوچنۍ جاسوسي ډرون الوتکه ده، ددې سربېره امریکا هېواد په اتومات ډول د سامان او توکو رسولو لپاره هم ډرون الوتکې جوړوي.

د بلیک هورنیټ ډرون الوتکې وزن یوازې «۳۳» ګرامه دی، د ۲۵ دقیقو لپار هوا کې پاتې کیدلی شي او تر ۱.۲۴ میلو یا تر ۲ کیلو میتره پورې مزل کولای شي، د جنګ په حالت کې د پراخه ساحې په ایچ ډي کیفیت سره په ژوندۍ بڼه ویډیو کولو وړتیا لري.

د امریکا هېواد د دفاع وزارت ویاند وایي چې دغه ډرون الوتکه به د اسمان سترګې کار کوي چې په مرسته به یې پټ شوی دښمن کشف کوي.

ددوی په وینا چې د جنګ پرمهال په حساسو ساحو کې د ډرون کوچنۍ الوتکې تر ټولو مهم کار سر ته رسوي او د پوځ لپاره غوره لارښوونه کولای شي.

Image result for black hornet 3 drone

د امریکایي شنونکو د وینا سره سم دغه ډرون الوتکې یې په سختو ځایونو کې تجربه کړي دي، ددوی په وینا د عراق په جنګ کې هم د بلیک هورنیټ ډرون الوتکې کامیاب استعمال شوی دی.

دوه کاله وړاندې په ۲۰۱۶-۲۰۱۷م کال کې د برتانیا هېواد د خپلو پوځیانو د خوندیتوب لپاره دغه ډول کوچنۍ ډرون الوتکې په افغانستان کې کارولې وې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د