ننګرهار: له کلونو ځنډ وروسته د سپين غر لمن پسرلنۍ مشاعره بيا جوړيږي

د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې سپين غر پسرلنۍ مشاعره له کلونو ځنډ وروسته بيا جوړیږي.

د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ د ځوانانو سراسري شورا پريکړه کړې چې په نږدې راتلونکې کې به د سپين غر لمن پسرلنۍ مشاعره يو ځل بيا جوړه شي چې به په کې د سيمه ييزو شاعرانو ترڅنګ د افغانستان بيلابيل شاعران او د شعر مينه وال برخه واخلي.

په دې اړه تیره ورځ غرمه مهال د ننګرهار ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ په مرکز کږې بازار کې د خوږياڼيو ځوانانو د سراسري شورا له لوري مشورتي غونډه وشوه چې په کې د يادې شورا د رهبري شورا غړو حاجي نسيم الله وزيري او دوست محمد دوست په ګډون سيمه ييزو شاعرانو برخه اخيستې وه.

د خوږياڼو د مشر شاعر حاجي رحيم الله ارماني په مشرۍ د تيرې ورځې په غونډه کې پريکړه وشوه چې په نژدې راتلونکې کې به په خوږياڼو ولسوالۍ کې «د سپين غر لمن پسرلنۍ مشاعره» بيا پيل کوي او په سيمه ييزه کچه به لويه غونډه جوړوي

د تيرې ورځې په ناسته کې د مشاعرې د ترتيب او تنظیم لپاره ځينې کميټې جوړې او په کارونو وګمارل شوې.

د غونډې نورو برخه والو د يادې پريکړې هر کلی وکړ او ويې ويل چې د يادې چارې له پاره به په پوره اخلاص کار کوي او د سپين غر لمن پسرلنۍ مشاعرې له پاره به تابيا نيسي او ټول به خپل مسؤليتونه په سمه توګه ترسره کوي.

سيمه ييزو شاعرانو او فرهنګيانو ته د ورسپارل شويو مسؤليتونو له مخې ليکوال او شاعر خوشال درانی د مشاعرې د تنظيم د کميټې د مسؤل په توګه، رحمت الله زيارمل د مشاعرې له پاره د رسنيو د رابللو د مسؤل په توګه، راز خوږياڼی د ميلمنو د پالنې د مسؤل په توګه، جانان خدرخېل د مشاعرې له پاره د لابي د کميټې په توګه او همدا راز ځينې نور کسانو ته نور مسؤليتونه ورسپارل شوي دي.

د ناستې په پای کې مشاعره هم وشوه چې په کې شاعرانو خپل شعرونه واورل او غرمه مهال ياده غونډه پای ته ورسېده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د