افغانستان

د ننګرهار په روداتو كې د ۱۲۹ تنو د قرانکريم حافظانو دستاربندي وشوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷ل): د  ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې له دارالعلم والتقوی مدرسې څخه ۱۲۹ تنه د  قرانکريم حافظان فارغ او د فضيلت پګړۍ يې ور په سر شوې.

د درستاربندۍ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د لسګونو ديني علماوو سربېره زرګونه ولسي خلک او د فارغېدونکو حافظانو خپلوان هم راغلي وو.

د دستاربندۍ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته يو شمېر ديني علماوو د ټولنې په اصلاح او ديني علومو په ارزښت خبرې وکړې.

د غونډې ويناوالو علماوو په خپلو ويناوو کې له حکومتي چارواکو وغوښتل، چې د عملياتو پر مهال د ملکي خلکو خونديتوب يقيني کړي او پر ديني مدرسو او جوماتونو له چاپو او بريدونو لاس واخلي.

د ننګرهار سربېره د هېواد په ګڼو سيمو کې زرګونه ديني مدرسې او جوماتونه فعال دي، خو له تېرې اوږدې مودې راهيسې د ګډو عسکرو په عملياتو او چاپو کې د ولسي خلکو د وژل کېدو سربېره پر جوماتونو او مدرسو هم  چاپې ډېرې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

### قرآن چی ټول له یاده کړی او حفظ یی کړی، چی په معنی او مفهوم یی پوه نشی څه فایده؟ صرف دومره فایده به یی وی چی د قبر پر سر یی ملا صیب تلاوت کړی، چیرته چی مړی شوی وي د جومات په کونج کی به چایونه څکی او تلاوت به کوی. بیا به هلته لږ پیسی هم پکی وي. د روژی میاشت کی یی درست و نادرسته په تراوح کی تلاوت کوی او هلته بیا خو ملا صیب د پیسو توقع هم لری. زه وایم چی لږ یی زده کړی خو له معنی سره، لږ یی زده… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x