نړۍ

چين: د هند او پاکستان تاوتريخوالي په کمولو کې مو مهم رول ادا کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷ل): د چین د بهرنيو چارو وزير وانګ يي ویلي، د هند او پاکستان ترمنځ پيدا شوي تاوتريخوالي په کمولو کې يې مهم رول ادا کړی دی.

د چين رسنيو د بهرنيو چارو وزير له قوله ليکلي، چې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې پر هندي پوځيانو له خونړي موټربم بريد وروسته د هند او پاکستان اړيکې ترينګلې وې، خو چين دواړو هېوادونو ته وويل، چې پېښې شوې ستونزې باید د زغم او مذاکراتو له لارې حل کړي.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي ويلي و، چې امریکا، چين، سعودي عربستان، روسيې، متحده عربي اماراتو، ترکيې او اردن د هند او پاکستان تاوتريخوالي په کمولو کې مرسته کړې او په دې اړه يې ترې مننه کړې ده.

د چين د بهرنيو چارو وزير زياته کړې، چې دواړه اټومي  هېوادونه بايد دوه اړخيزې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او د جګړې پېښېدو مخه ونيسي.

د یادونې وړ ده، چې د تېرې فبروري مياشت په څوارلسمه د هند تر واک لاندې کشمير کې پر هندي پوځيانو موټربم برید کې ۴۴ پوځيان وژل شوي وو.

د دغه بريد مسؤوليت جيش محمد ډلې منلی و او هند يې پړه پر پاکستان اچولې وه، خو پاکستاني چارواکو د هند تورونه رد کړي وو او په دې اړه يې د خبرو اترو بلنه ورکړې وه.

د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتريخوالی نور هم هغه مهال زيات شو، چې د فبرورۍ په ۲۶ هندي الوتکو د خیبر پښتونخوا په بالاکوټ سيمه کې يو شمېر سيمې بمبار کړې، چې  د هند د ادعا له مخې د جيش محمد مرکزونه يې په نښه کړي وو.

تر دې دوه ورځې وروسته پاکستان د هند دوه جنګي الوتکې نسکورې کړې او يو پيلوټ يې ژوندی ونيو، چې د يو شمېر منځګړو په مرسته يې بېرته خوشې کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

خلکو په نورو هیوادونو کی پیښرفت کړی، شعور او فهم لری. هغوی هیڅکله هم نغواړی چی وطن یی وران شی او خلګ یی در په دره شی. دواړه خواوی کوښښ کوی چی جنګ بس کړی. دا مونږه یوه چی د دین او مذهب په نوم له خپلو خلکو نه سویی استفاده کوو او هره ورځ ګورو څوک د طالب په نوم څوک د عسکر په نوم وژل کیړږی. ######. اسلام مونږه ته د تعلیم او زده کړی امر کوی، ښی لاری ته مو را بلی، ##

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x