افغانستان

اشرف غني کندهار ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني نن سهار فراه ولايت ته له سفر وروسته نن ماښام کندهار ته رسېدلی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي،  چې ولسمشر غني نن ماښام کندهار ته رسېدلی او هلته يې په ۲۰۵ اتل قول اردو کې له عسکرو او پوځي قومندانانو سره په ليدو بوخت دی او دغلته به د وروستيو سېلاب ځپلو ولسونو سره د مرستو اعلان هم وکړي.

 نن سهار فراه ته د اشرف غني له رسېدو سره هم مهاله د فراه پر هوايي ډګر توغنديز بريدونه شوي وو، خو د مالي او ځاني زيان په اړه يې څه نه و ويل شوي.

ولايتونو ته د اشرف غني د سفرونو په اړه يو شمير شنونکي وايي چې دا سفرونه د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو له پاره د کمپاين په توګه دي او غواړي چې په دې توګه له خلکو څخه رايه واخلي.

له فراه او کندهار وروسته نوموړي تيره اوونۍ کونړ ولايت ته هم سفر کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

په يوه نه يو ولايت کې به د طالبانو کرامو ګوزار ته برابرېژې!!

Ronagul Aryobsei

غور بندي صاحب روغ او سرلوړی اوسې، که رښتیا در ته ووایم له ګوزارونو مې زړه بیخي تور دی نو ځکه دلوی پروردګار په دربار کې دا دعا کوم چې ګوزارونه، وژنې اوجنګونه زموږ له هیواده ورک کړي، دایمې سوله،پخلاینه، وروري او سوکالي دافغانانو په برخه کړي. که څوک بیا هم دجنګ ډیر شوقي وي نو خدا ی دي په خپل فضل ورحم له هیواده بهر فلسطین ته دور تګ لار ور وښيي.په درناوي

غوربندي

اريوبزی صاحب

تاسو ته هم د دارينو د سرلوړي غواړم

مونږ ټول له جګړې زړه توري يو خو اشرف غني قوي جنګي احساسات لري نو احتمال لري چې د هغه متل چې وايي “چې بد ګرځي بد به پرځي” په مصداق کې د مجرم او خاين او کمونست نجيب په سرنوشت مبتلا شي.

سیدزرغون شاه آغا

دا غ بیچاره خو هیڅ شرم او حیا نلری، بلکی د ده په قاموس د شرم او حیا لغت نسته. پرون دی احمدشاه بابا ظالم بللی، او اوس د هغه ټاټوبی ته ورغلی.

غ.حضرت

غنی جان خو کندهار ته رسېدلی دی خو معلومه نده چي کندهار به کله غنی جان ته رسیدګی وکی او احمد شاه بابا ته د توهین په هکله ترې څو پوښتنی ولری؟

مجاهد

اریوبزی صاحب ! ونه وایی که د تبرګی لاستی د ونی له جنسه نه وی تبرګی نه شوم غوڅولی . یعنی اشغلګر زمونږ د ځينو بی ضمیرو غلامانو په مټ مونږ اشغال او استثماروی، مونږ وژنی او زمونږ میرمنی بی عفته کوی ، وژنه خو پریږده څلور میلونه مو د دوی به نشه توکو روږد کړی نیم مړه او نیم ژوندی ګرځی، دهیواد د خاورو لاندی او باندی څیزونه مو غلا او لوټ کوی او ……… دا ټول پرون د ترکی ، امین، کارمل او نجیب او نن د کرزی او غنی او د دوی د ټیمونو له لاسه. که… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x