نن ټکی اسیا

ولسي افغانان باید د مذاکراتي بهیر د بُرد وباخت قرباني نشي

نن ټکی اسيا سرليکنه

په داسې حال کې چې د قطر په پلازمینې دوحه کې د طالبانو او امریکايي استازیو ترمنځ د پنځم پړاوخبري دیارلسمې ورځې ته داخلیږي د هیواد په د ننه کې امریکايي او داخلي ځواکونو د ولسي خلګو د مرګ ژوبلې لړۍ ګرمه کړې ده.

په تازه پیښه کې بهرنيو او داخلي ځواکونو د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ د ناصر خېلو سیمې د ډاکټر نظر ګل پر کور باندې د هوايي برید په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه وژلي او دوه نور یې ژوبل کړي دي.

ترهغه وړاندې یې د ميدان وردګ ولايت د سيداباد ولسوالۍ اړوند د تنګي درې په حسن خيلو، جوی زرين او دولت خېلو کليو کې هم د ولسي وګړو په کورونو باندې د شپنيو عملیاتو په نتیجه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنه ولسي وګړي وژلي او پر یوه جومات سربیره یې يو کلينيک او څو کورونه ويجاړ کړي وو.

د هیواد په داخل کې پر ولسي خلګو د امریکایانو بریدونه او د هغو په ترڅ کې د ولسي خلګو ځاني او مالي تلفات هغه څه دي چې محلي رسنۍ د قربانیانو او عیني شاهدانو په حواله تري ورځني رپوټونه خپروي.

کابل رژیم نه دا چې د امریکایانو په لاس د ولسي خلګو په وژنې غبرګون نه ښيي؛ بلکي عملا له امریکایانو سره په دغو بریدونو کې عملي برخه لري.

د مذاکراتي بهیر په ترڅ کې د امریکايي بریدونو دوام او تشدید په یاد بهیر کې د سیاسي امتیاز ګیري په غرض تر سره کیږي.

طالبانو ته په کار ده چې له خپل ولس څخه د دفاع په غرض د دغه جنایت د مخنیوی په مقابل کې په مذاکراتو کې داسي موقف ونیسي چې امریکايان یې له امله د دغو بریدونو توقف ته اړیستل شي.

پر ولسي افغانانو د امریکايي بریدونو د دوام په صورت کې له هغوي سره د مذاکراتي بهیر تحریم او یاهم کم ترکمه تعطیل تر ټولو غوره وسیله ده چې طالب لوری تري استفاده کولای شي.

که د امریکايي جنایاتو د دوام ترڅنګ له هغوی سره په همدې نور مال شکل خبرو ته دوام ورکول کیږي دا به نور هم امریکایانو ته د ولسي خلګو دعام وژنې جُرئت ورکړي.

لهذا په کار ده چې طالب مذاکرتي چارواکي په هیواد کې د ولسي خلګو د عام وژنې د مخنیوي په اړه د امریکایانو په تأدیب او تنبیه کې خپل مسؤلیت تر سره کړي.