
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷): تېره شپه د ننګرهار ولایت په «حصارک» ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د شپنیو عملیاتو په مهال د یوې کورنۍ ۱۲ غړي وژلي، چې د هغوی له ډلې پنځه یې د ملي اردو د یوه برحاله عسکر ماشومان دي.
د بي بي سي خبریال «حفیظ الله معروف» په خپله فسبوک پاڼه لیکلي «په وژل شویو کې پنځه ماشومان د ملي اردو د یوه داسې سرتېري بچیان دي، چې همدا اوس په وردګو کې د طالب په ضد په سنګر کې پروت دی».
معروف وړاندې زیاتوي چې، د سیمې خلګو او عیني شاهدانو ورته منلې چې په یادو عملیاتو کې د ملي اردو د سرتېري یو ډاکټر ورور هم وژل شوی.
https://web.facebook.com/photo.php?fbid=10219084174758377&set=a.10201274780054640&type=3
یاده دې وي چې، په دې وروستیو کې د سولې له خبرو سره جوخت د ګډو ځواکونو شپنیو عملیاتو زور اخستی چې تر ډېره یې ملکي وګړي هدف ګرځېدلي ، یوازې همدا تېره ورځ د ننګرهار په ګډون په وردګو او غزني کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د ښځو او ماشومانو په شمول ۲۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.