افغانستان

د شمشاد تلویزون سره د ذبیح الله مجاهد مرکه – لنډ ټکي / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شمشاد تلویزون سره مرکه کړې چې لږ ګړی مخکې نشر شوه، پر لاندي موضوعاتو باندي رڼا واچوله:

ذبیح الله مجاهد: د امریکایانو سره ۱۳مه ورځ هم خبرې ښې پر مخ رواني دي..

ذبیح الله مجاهد: امریکایانو ته اجازه نه ورکوو چې پر داخلي چارو زمونږ سره بحث وکړي.
مونږ اوس یوازي د هغوی سره د هغوی د ځواکونو پر وتلو خبرې کوو.
د امریکایانو وتل «حتمي» دی..
د امریکایانو شتون په هیڅ توګه نه منو.
په هیڅ صورت به اجازه نه ورکول کیږي.. چی په افغانستان کې نظامي امریکایي پاتې شي.

ذبیح الله مجاهد: د افغانستان د خاورې څخه به چاته زیان او ضرر نه رسیږي.
مونږ ددې اطمینان ورکولای سو..
په افغانستان کې القاعده شتون نه لري، هغوی تللي دي.

ذبیح الله مجاهد: هغه مسائل چې د افغانستان پر جغرافیه، استقلال، دین او مذهب پوري اړه لري، هغو موضوعاتو باندي د بهرنیانو سره بحث نه کوو.

د افغانانو سره شخړي باید د خبرو له لارې حل شي.
د کابل اداره د امریکایانو د منافعو لپاره جوړه شوې، دغه زمونږ مقابل جهت نه دی.
زمونږ مقابل جهت هغه افغانان دي چې د افغانستان غم ورسره دی..

ذبیح الله مجاهد: د اشغال حامیان د افغانانو سره په جګړه کې دي او افغانانو وژلي دي.. چی هر څومره وژل کیږي ، شمار یې مهم نه دی.

ذبیح الله مجاهد: د اشغال پای ته رسیدو سره سم هغه بنسټونه چې حکومت او نظام ته ضرور دي.. هغه ژورې اصلاح ته اړتیا لري..
حکومت د اشغالګرو د مدافعینو په توګه مطرح دي.. د دوی سره خبرې ددوی په رسمیت پيژندل دي..
د حکومت سیاسي جوړښت په هیڅ صورت نه منو.

ذبیح الله مجاهد: د افغان حکومت سره من حیث د حکومت خبره نه کوو.
د سیاسي شخصیتونو سره خبرې کوو، کیدای شي خبرې ورسره ګټوري تمامي شي.

ذبیح الله مجاهد: طالبان به د فاتحینو په توګه راځي..
ځکه چې تېر ۱۸ کاله یې د هیواد د ازادۍ څخه دفاع کړې ده. حق لري.

ذبیح الله مجاهد: امریکا چې نن خبرو ته ناسته ده، دا د هغوی د شکست په مانا ده..
دوی خپله اعتراف کوي چې دا جګړه نشي ګټلای، دا څه مانا؟
مانا شکست یې خوړلی دی .

ذبیح الله مجاهد: امریکايي نظامیان د روحیاتو د ساتلو لپاره داسی څرګندونې کوي چې ګواکي په افغانستان کې پاتې کیږي او یا ورته امر نه دی سوی.
دوی بل انتخاب نه لري، یا به د خبرو او یا هم د زور له لاري د افغانستان څخه وځي.
امریکايي جنرالان مات شوي دي او وتل یې حتمی دی.

ذبیح الله مجاهد: طالبان د افغانستان ګټو ته ژمن دي.
چې په هره توګه د افغانانو توافق کیږي، په هغه توګه به حکومت را منځته کیږي.
رشوت اخیستونکي او مفسد خلک به نه پرېښودل کیږي چې حکومت کمزوری کړي..

ذبیح الله مجاهد: موقت حکومت په اړه وړاندیز د طالبانو لخوا نه دی.
مونږ د یوه مقتدر حکومت غوښتونکي یو چې واحده قومانده ولري.
د اشغال نه وروسته د افغانانو کار دی چې اسلامي امارت، اسلامي جمهوریت او یا بل هر نوم باندي يې حکومت جوړوی.

ذبیح الله مجاهد: نومونه مهم نه دی، د نظام محتوا مهمه ده..
د اسلامي امارت یا بل هر نوم باندي چې د افغانانو توافق وشي ، هغه به غوره کیږي.

ذبیح الله مجاهد:
د افغانستان قضیه باید د جګړې پر ځای د خبرو له لاري حل شي.
ټول اطراف باید د افغانستان په راتلونکي نظام کي برخه ولري.

ذبیح الله مجاهد:
اشغال باید ژر پای ته ورسیږي.
د ځواکونو د وتلو موضوع د کلونو نه ده، بلکې د میاشتو خبره ده، چې څومره ژر کیږي، باید افغانستان خپله ازادي لاسته راوړي.
امریکایان وارخطا دي، باید لنډ وخت کې ووځي.

ذبیح الله مجاهد:
د امریکايي ځواکونو وتلو وروسته به امنیت مجاهدین نیسي..
اشغال هیڅ امنیت نه دی نیولی ، او ددوی تر وتلو وروسته به امنیتي حالت تر دې خراب نشي.
زمونږ تر ولکې لاندي سیمو کې به امنیت هیڅ ستونزه نه را منځته کیږي.

د کورنیو جګړو د مخنیوي لپاره تضمین ورکولای شي؟
ذبیح الله مجاهد: د جګړې هغه مخکني علتونه نشته، د روسانو پر خلاف مجاهدین پر ډلو ویشل شوي وه.
اوس داسی نه ده، بلکې طالبان متفق دي او په یوه واحده قومانده راځي ..
او هم د مقابل اړخ سره د خبرو له لاری جوړجاړی غواړو.

ذبیح الله مجاهد:
د تیرو کلونو لاسته راوړنې او پرمختګونه زمونږ د هیواد اړتیا ده..
ژور اصلاحات به په ټولو بنسټونو کې راځي.

ذبیح الله مجاهد:
د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې دننه د مطبوعاتي ازادي ، مدني بنسټونه، سیاسي جوړښتونه وغیره به پر خپل حال پاته وي.
خو که د افغانستان او اسلامي ارزښتونو مخالف وي، هغه به له منځه وړل کیږي.

ذبیح الله مجاهد: طالبان به د یتیمیانو او بې وسه کورنیو د ساتنې لپاره د هغوی سره د کومک لپاره لارې چارې ولټوي.. او مرسته به ورسره منظمه کړي.

ذبیح الله مجاهد: مونږ د ولس سره ظلم نه دی کړی .
طالبان به تر اشغال وروسته محکمې ته حاضر وي.. که څوک وغواړي.

ذبیح الله مجاهد: د پاکستان په شمول هیڅ څوک د امریکایانو سره د طالبانو د مذاکراتو ایجنډا نه ټاکي.
د مذاکراتو ابتکار ټول د طالبانو په خپل لاس کې دی.
د امریکایانو سره تر جګړې وړاندي لا طالبان خبرو ته اماده وه،
سیاسي دفتر یې په قطر کې هم د مذاکراتو لپاره جوړ کړ..
او هر وخت یې د خبرو بلنه ورکړې.
ابتکار یې ټول د طالبانو په لاس کې دی.

ذبیح الله مجاهد:
د سولې پر وړاندي لوی خنډ «اشغال» دی.
د اشغال د خاتمې لپاره مونږ هم جګړه او هم مذاکرات کوو.
هیڅ بل جهت یا څوک د سولې پر وړاندي خنډ نه دي..

ذبیح الله مجاهد:
د اشغال په شتون کې د اوربند موضوع مطرح نه ده..
امریکایان اوس هم تر بریدونو لاندي دي.. دوی خپل تلفات نه مني او رسنۍ یې هم په اړه چوپه خوله دي.

ذبیح الله مجاهد:
د مسکو غونډه یو کانفرانس وو، چی هر جهت په کښي خپل دریځ وایه. مونږ هم دریځ ووایه.
د افغانستان د منازعاتو د حل لپاره چی هر رنګه ممکنه وي، مونږ ورسره ناستو ته تیار یو.
د اشرف غني رول په اوس وخت کې د افغان په حیث نه دی، بلکې د اشغال د ملاتړي په حیث دی.. ځکه ورسره خبری نه کوو

ذبیح الله مجاهد: د قطر مذاکراتو ته امیدواري سته..
مونږ او امریکایانو ناستې د قضیې د حل په موخه دي..
وخت به اخلي او وخت اخیستل یې باید تشویشونه ایجاد نه کړي، بلکې دلالت کوي چې دواړه اړخونه حل ته رسیدل غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حماد

طالب یوازی امریکا او پخواني ټوپکیان په رسمیت پيژني

حماد

د افغانستان اوسني نظام په ډیره بې دردي سره وخت او امکانات ضایع کړل، ددوي ددغه رویش او غیر قانوني، غیر انساني او غیر اصولي کړنو مکافات دې چې نن طالبان ځانونه سره له دې چې په زغرده له پاکستانه حمایه کیږې، په زغرده د لکونو افغانانو وژونکې دې او په زغرده ددین او آزادۍ خودسرانه تعبیر کوي، نو په داسې حالاتو کې د اوسني نظام د ځان د اصلاح لپاره ډیر لږ وخت پاتي ده، که ځان یې اصلاح نه کړ تر طالبانو کمزوری ځواک یې هم راپرزولی شې. له بل اړخه طالبان د خپل غرور او غټ بازیو… نور لوستل »

حکیمي

حماد خانه لومړی خو ستاپه اصطلاح افغان حکومت او دهغوۍ بادارانو ټوله هڅه وکړه چي دغیرتي اومیړني ولس دازادۍ اواسلامي نظام غوښتنې ناره چوپه کړي خو ونه توانیدل ستابادارنو اودهغوۍ مزدورانو ته نه نورداصلاح وخت پاتې ده نه له دې کاواکه اوشړیدلي خالت نه دراوتلو
دوهم داچي کله دیوه نظامي ځواک په وړاندې دنړۍ اته پنځوس زبرځواکونه ماتې وخوري نو بیا په داخل کې که خدای مکړه څوک سرخوږی ورته جوړوي هم ترڅوورځوبه زیات نه وي
کوم غره ته به وخیژي په داسې حال کې چي په ښارونو کې محاصره دي هسې تشویشونه ته اوس نشې ایجادولای

بسم الله

حکیمی صاحب سلامونه او نیکی هیلی ! مه یی ځوروه ، اوسنی غلامه اداره د همدغو کمیشکن کارانو د پاره لویه لاسته راوړنه ده ، کومه مسلکی پوهه نه لری څه یی په دفترو کی د ریسانو ، مدیرانو ، جنرالانو ، وکیلانو او وزیرانو په نوم ناست دی لوی لوی خبری کوی خپلواکی غوښتونکو ته د پاکستان ، ای اس ای او پنجابیانو جاسوسان او ځانو ته روشنفکران او تکنوکراتان وایی د سرو او شنو نیکتایو روشنفکران ، چه دغه څه هم ونه وایی خپلی میرمنی به یی کورونو کی پری نه ږدی او بیغرته به ورته ووایی .… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x