افغانستانخبرونه

طالبان: یوناما او د بشري حقوقو بنسټونه دې د حکومت جنایتونه نه پټوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۷ل): طالبان وایي، د ملکی وګړو وژل، د کورونو، جوماتونو او عامه ځایونو ورانول د حکومت معمول ګرځېدلی او ورځ تر بلې پکې زیاتوالی راځي، خو د یوناما په ګډون ګڼ شمېر بنسټونه چې ځانونه د بشري حقوقو  مدافعین بولي، د حکومت ددې ډول جنایاتو په وړاندې خاموش پاتې دي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «ورځې خبره» تر عنوان لاندې په خپره شوې مقاله کې راغلي « اسلامي امارت داشغالګرو او کابل ادارې له لوري ولس وژنه غندلې، یوناما اود بشري حقونو مختلف  بنسټونه یې متوجه کړي، چې په ګران هیواد کې ولس وژنه وغندي، له ښکاره عاملینو یې پوښتنې وکړي،خو په ډیر تاسف سره نه یوازي داچې یوناما اود بشري حقونو زیاتره  ټولنو ددښمن روان وحشت غندلی نه دی، بلکې په وار وار یې ددښمن دبربنډو جنایتونو د پټولو هڅې هم کړي دي».

مقاله وړاندې زیاتوي « د بشري حقونو مدافع سازمانونه په تېره یوناما باید خپل مسؤلیت درک کړي، دیرغلګرو او کابل ادارې پر وحشتونو نور بایدسترګې پټې نه کړي او داشغالګرو او کابل رژیم له خوا روانه ولس وژنه او کور ویجاړونه باید وغندي.د روان وحشت دعاملینو دمحاکمه کولو وس که نه لري،نو اقلا  په مستقیم او غیر مستقیم ډول خو دې ملاتړ نه کوي».

یاده دې وي چې طالبان داسې مهال د بشري حقوقو له بنسټونو د ملکي وګړو د وژنې په وړاندې د غږ پورته کولو هیله لري چې په دې وروستیو کې شپنیو عملیاتو او چاپو زور اخستی او تر ډېره یې ملکی وګړی هدف ګرځول شوي، همدا تېره ورځ ګډو ځواکونو په ننګرهار کې د یوې کورنۍ ۱۲ غړي وژلي چې د هغوی له ډلې پنځه یې د یوه دولتي برحاله عسکر ماشومان دي خو تر اوسه پرې نه یوناما او نه هم د بشري حقوقو کوم بل بنسټ څرګندونې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x