افغانستان

روغتيا وزارت: افغانستان کې ۵۹۰۰ کسان په ايډز اخته دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، په ټول هېواد کې پر ايډز ناروغۍ د اخته شوو کسانو شمېر ۵۹۰۰ ته رسېدلی او تېر کال د همدې ناروغۍ له امله ۲۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د عامې روغتيا وزارت د چارواکو په وينا د ايډز ډېرې پېښې په هرات، کندهار، ننګرهار، بلخ او کندوز کې ثبت شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت مرستيال مموزی زيور واي، چې هېواد کې پر ايډز د اخته کسانو ۵۹۰۰ ته رسېدلی او د دې ناورغۍ د مخنيوي لپاره د نړيوالې ټولنې په مرسته هلې ځلې کوي.

په عين حال کې د ايډز د مخنيوي لپاره د نړيوالې روغتيايي ټولنې استازې ميرلين ويلي، چې افغان حکومت د ايډز د مخنيوي لپاره په سمه توګه پر مخ روان دی او په دې لړ کې لا هم ډېرو هڅو ته اړتيا ده.

د چارواکو په وينا پر ايډز د اخته کسانو ۴.۴ سلنه کسان د نشه يي پيچکاريو له امله په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.

د عامې  روغتيا وزارت وايي، له ۲۰۰۴ راهيسې د ايډز د مخنيوي لپاره هلې ځلې کوي او په تېرو لسو کلونو کې يې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ډېرې هلې ځلې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x