د ایرلینډ او افغانستان ترمنځ پریکړه کونکې لوبه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د پنځه یو ورځنیو سیالیو وروستۍ او پریکړه کونکې لوبه نن د غرمې د افغانستان پروخت په ۱۲ بجې پېل کیږي، چې د ورښت امکان نه ښودل کیږي.

افغانستان لوبډله په یادو لوبو کې د ایرلینډ په پرتله په ۲-۱ وړاندې والی لري، که سیالۍ وګټي جام به خپل کړي او که ایرلینډ برلاسی شي جام به د دواړو لوبډلو په ګډه وي.

په تېره لوبه کې د افغانستان لوبډلې لومړي توپوهونکي ناکام ثابت شول، یو لامل یې د لوبغاړو بېځایه یا اضافي شاټونه وهل او بل لامل یې په لوبډله کې ژور بدلونونه دي.

په دغه لوبه کې افغانستان لوبډلې د توپ اچونې پر مټ بریا خپله کړه، په لومړي سر کې مجیب ځدران مهمې ویکټې واخیستې، وروسته افتاب عالم او راشد خان ښه وځلیدل.

که د افغانستان لوبډلې لومړي توپوهونکي په ځانګړي تخنیک سره توپوهنه کړي او له وروستیو لوبغاړو فشار کم کړي افغانستان کولای شي ایرلینډ ته تر ۳۰۰ منډو هدف وټاکي چې پوره کول به یې ډیر ستونزمن وي.

افغانستان لوبډله کولای شي په ننۍ لوبه کې یو وار بیا نور علي ځدران ته ځای ورکړي، د اکرام علیخیل پرځای محمد شهزاد غوره انتخاب دی، خو که چیرې اصغر افغان د ټپي کېدو له کبله ونه لوبیږي پرځای یې سمیع الله شینواری باید ولوبول شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د