افغانستان

د میدان وردګ والي سید اباد کې ملکي تلفات ومنل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۷ل): وړمه شپه د ميدان وردګ ولايت د سيداباد ولسوالۍ اړوند د تنګي درې په حسن خيلو، جوی زرين او دولت خېلو کليو کې د ولسي وګړو په کورونو د بهرنيو او کورنيو عسکرو له لوري په چاپو او هوايي بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

که څه هم له پيښې وروسته د ميدان وردګو ولايتي چارواکو په دې اړه رسنيو ته څه نه وو ويلي خو تيره ورځ ناوخته ددې ولايت والي او امنيه قومندان ومنله چې په سيد اباد ولسوالۍ کې په هوايي بريدونو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ميدان وردګ والي مظفر الدين يمين وايي چې د دې ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې د وړمې شپې په هوايي بريدونو کې درې تنه ولسي وګړي وژل شوي دي خو د امنيه قومندانۍ وياند حکمت درانی بيا د شپږ تنه ولسي وګړو د وژل کېدو خبر ورکوي.

والي ويلي دي چې ياد عمليات له دوی سره له همغږۍ پرته شوی وو او ولايتي اداره په جريان کې نه وه.

نوموړی زياتوي چې په هوايي بريدونو کې همغږي او دقت نه کيږي نو ځکه د ملکي تلفاتو مخنيوی هم نه کيږي او زياته کړې يې ده چې د وژل شويو ولسي وګړو د کورنۍ غړو ورسره پخوا په يوه جبهه کې کار کړی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

بل لور ته د ولسي جرګې د دفاعي چارو کميسيون غړې نفيسه عظيمي هم ويلي دي چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې پيښې د حکومت او ولس ترمنځ واټن زياتوي او دا د حکومت پر ضد د خلکو حساسيتونه راپاروي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو پيښې تر بل هر وخت زياتې شوې دي چې لاهم دا لړۍ دوام کوي.

څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو په يو راپور کې راغلي وو چې تير ميلادي کال په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه بې ساری و چې په کې ۳۸۰۰ تنه ولسي وګړي وژل شوی او ۷۱۰۰ نور يې ټپيان شوي وو چې په وژل شويو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

که څه هم چې د افغانستان په بيلابيلو ولایتونو کې په هوايي بريدونو کې ولسي وګړي وژل کيږي خو له ميدان وردګ ولايت څخه په هوايي بريدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبرونه ډېر ورکول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x