افغانستان

کندهار؛ اشرف غني «هوايي ډګر» کې «محدودو کسانو» ته خبرې کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۷ل): اشرف غني تېره ورځ فراه ته ورسید او له هغه ځایه ماښاما مهال کندهار ته لاړ، چې د ارګ د خبرپاڼې له مخې د قول اردو له عسکرو سره يې هم لیدلي دي.

کندهار مېشتی خبریال بلال سروري وايي د هغه راتګ ته کندهاري مخور نه دي ورغلي او څو تنه يې د تشویق له مخې ور وستل شوي دي.

سروري پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې هغه د کندهار ښار پر ځای هوايي ډګر کې محدودو کسانو سره ناسته وکړه.

د ارګ خبرپاڼې هم د قومي مخورو د ګډون په تړاو څه نه دي ویلي، خو لیکلي يې دي چې هغه د ۲۰۵ اتل قول اردو له مسؤلینو او عسکرو سره وکتل او د هغوی د تلفاتو د کمولو ژمنه يې تکرار کړه.

هغه د غیر رسمي ټاکنیز کمپاين په لړ کې څو ورځې وړاندې کونړ ته هم سفر درلود، چې د ملي مشرانو په تړاو ناسمو څرګندونو يې غبرګونونه را وپارول.

هغه کندهار کې د علیحضرت احمد شاه بابا رحمه الله ځانګړې یادونه وکړه او په وينا يې احترام يې «فرض عین» دی.

تر کندهار وړاندې کونړ او تر هغه وړاندې ننګرهار کې هم اشرف غني له محدودې کړۍ سره غونډه کړې او قومي مخور يې ګیله‌من پرېيښي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

” محدودو کسانو” ته نه بلکه ” معدودو کسانو ته”
محدود د زمان او مکان په قید کی استعمالیږی او معدود د شمېرنی وړ څیزونو ( چه د لمس وړ وی) په هکله استعمالیږی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x