نړۍ

ایران: پاکستان دې د وسله والو ډلو پر ضد جدي ګامونه پورته کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۷ل): د ایران ولسمشر حسن روحاني د پاکستان صدر اعظم عمران خان سره د ټيليفوني  اړيکې پر مهال ويلي، که پاکستان «د ترهګرو ډلو پر ضد جدي ګام پورته نه کړي، تهران به اړ شي، چې په خپله دا کار وکړي.»

د ایران «مهر» خبري اژانس ليکلي، چې روحاني له پاکستان څخه غوښتي، چې پر خپله خاوره د ایران ضد وسله والو  ډلو پر ضد قاطع ګامونه واخلي او ټينګار يې کړی، چې اسلام اباد بايد پر خپله خاوره هغو وسله والو ته اجازه ور نه کړي، چې له امله يې د ګاونډيانو او نورو دولتونو سره اړيکې ترينګلې شي.

د دواړو چارواکو ترمنځ دا ټيليفوني اړيکې  په داسې حال کې نيول شوي، چې تېره مياشت د  ایران بلوچستان ولايت سيستان سيمه کې د ایران پر سپاه پاسداران ځواکوونو موټربم برید کې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان وو.

د دغه بريد مسؤوليت د ایران حکومت مخالفې ډلې «جيش العدل» منلی و.

اوس ایراني چارواکي وايي، چې دوی ته د جیش العدل پټ مرکزونه معلوم دي، چې د پاکستان په خاوره کې دي او که پاکستان يې پر ضد ګامونه پورته نه کړي، ایران به اړ وي، چې د خپلو ځواکونو او خلکو د ژغورنې په موخه د ایران مخالفو وسله والو ډلو پر ضد عملیات وکړي.

ایراني ولسمشر ټينګار کړی، چې امنيتي ځواکونه يې د دې وړتيا لري، چې پاکستان سره په ګډه د وسله والو  ډلو پر ضد عمليات وکړي.

پاکستان وايي، د ایران په ګډون له ټولو ګاونډيانو سره ښې اړيکې غواړي، خو ایراني چارواکو ګواښ کړی، چې د خپلو مخالفو وسله والو ډلو د ځپلو لپاره د پاکستان په خاوره کې هم عمليات کولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x