کورنیو چارو وزارت د هېواد له جغرافیې سره نابلد دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۷ل): د کورنیو چارو وزارت پر رسمي ویبپاڼه د عملیاتو او لاسته راوړنو په راپورونو کې د پکتیکا ولایت په اړه هم یو خبر ورکړی او د داسې نوم یادونه يې کړې چې په هغه نوم هیڅ ولسوالي هلته نشته.

د کورنیو چارو وزارت پرون شنبه «۱۸کب» لیکلي، چې د پکتیکا په اندړو ولسوالۍ کې يې یو طالب قومندان وژلی دی، په داسې حال کې چې پکتیکا پر دې نوم ولسوالۍ نه لري او اندړ د غزني یوه ولسوالي ده.

د کورنیو چارو وزارت پر ویبپاڼه خپره شوې خبرپاڼه لیکي: «د پکتیکا ولایت په اندړ ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو یو مشهور قومندان مولانا منصور له خپل یو ساتونکي سره ووژل شو.»koranio-wazarat

سره له دې چې په خواله رسنیو کې د دې خبرپاڼې غلطي د خندا تر بریده مشهوره شوې، خو د یوې ورځې په تېرېدو لا هم دې سرچینې د «سمولو» هڅه نه ده کړې.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د پوهنې وزارت رسمي مکتوب کې هم د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست داسې مامورینو ته توصيې شوې وې، چې ځينو يې پنځه کاله وړاندې او ځينو يې درې کاله وړاندې خپلې دندې پرېيښې وې.

دې کسانو کې مهم مامورین لکه د بشري سرچینو مدیر چې نږدې پنځه کاله وړاندې يې دنده پرېيښې وه، خو پوهنې وزارت مخاطب کړی او توصیه يې ورته کړې ده.

د شنونکو په باور له لوړه ادرسه دا ډول بې خبري دا په ډاګه کوي چې د ولایتي او مرکزي ادارو تر منځ همغږي خورا کمزورې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د