میدان وردګ؛ سلګونو کسانو د ملکي تلفاتو غبرګون کې لاریون کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۷ل): د میدان وردګو سلګونو اوسېدونکو په دې ولایت کې د وروستیو ملکي تلفاتو په غبرګون کې لاریون کړی او د کندها ـ کابل لویه لار يې د ترافیکو پر مخ تړلې.

لاریون کوونکي چې د حکومت پر ضد شعارونه ورکوي، د ملکي تلفاتو غندنه کوي او ټینګار کوي، چې که يې غږ وانه ورېدل شي دا ډول حرکتونو ته به دوام ورکړي.

دا لاریون چې خواله رسنیو کې يې هم ملاتړ کېږي، وروسته له هغه پیلېږي چې تېره ورځ سید اباد کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون نهه تنه ووژل شول.

له نږدې یوې میاشتې راهیسې د میدان وردګو اوسېدونکو له حکومت نه د ترحم هیله کوله او د خبرو اترو له لارې يې غوښتل چې د ملکي تلفاتو مخه ونیسي، خو لا هم شپني عملیات او ملکي تلفات دوام لري.

میدان وردګ ولایت په تېره نږدې یوه میاشت موده کې د پرلپسې ملکي تلفاتو شاهد و، چې په بمباریو او شپنیو چاپو کې يې جلګه، سید اباد، چک او جغتو ولسوالیو کې لسګونه ماشومان او مېرمنې له منځه لاړل.

لاریون کوونکي د ګډو ځواکونو له لوري ملکي تلفات قصدي اقدامات بولي او د ژر بندېدو غوښتنه يې کوي.

څو ورځې وړاندې کابل مېشتو د میدان وردګ اوسېدونکو هم د ملکي تلفاتو په غبرګون کې لاریون وکړ، چې د بشري حقونو کمیسیون يې د بهرنیو او دولتي ځواکونو له لوري د پراخو بشري جنایاتو پر وړاندې پر چوپتیا ملامت وباله.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د