
عاجل: د ایتوپين ایرلاینز مسافر وړونکې الوتکه غورځېدلې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۷ل): د افریقايي هیواد ایتوپیا ملي هوايي شرکت «ایتوپین ایرلاینز» یوه مسافر وړونکې الوتکه غورځېدلې چې له امله یې د ټولو سپرلیو د وژل کیدو اندېښنه ده.
د ایتوپيا لومړي وزیر پر خپل ټویټر د الوتکي د لوېدو خبر ورکړی او ورسره یې د قرباني شویو مسافرو کورنیو ته تعزیت ویلی دی.
The Office of the PM, on behalf of the Government and people of Ethiopia, would like to express it’s deepest condolences to the families of those that have lost their loved ones on Ethiopian Airlines Boeing 737 on regular scheduled flight to Nairobi, Kenya this morning.
— Office of the Prime Minister – Ethiopia (@PMEthiopia) March 10, 2019
د الوتکې په اړه ویل کیږي چې نوعیت یې «بوینګ ۷۳۷» وو، د ایتوپیا د پلازمینې «ادیس بابا» څخه د کینیا پلازمینې «نیروبي» ته پر لاره وه.
د لومړنیو خبرونو سره سم په الوتکه کې ټول ۱۵۷ مسافر سپاره وه، خو وروستي معلومات یې نه دي خپاره شوي او نه هم تر اوسه د الوتکې د غورځېدو علت او نور معلومات په ډاګه شوي دي.
Accident Bulletin no. 1
Issued on march 10, 2019 at 11:00am
Ethiopian Airlines will release further information as soon as it is available. Updated information will also be on Ethiopian Airlines website at https://t.co/Je7pXoKxHh pic.twitter.com/07wKZHPVPl— Ethiopian Airlines (@flyethiopian) March 10, 2019