افغانستان

پکتيکا؛ د ګډو ځواکونو په چاپه کې اته ولسي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۷ل): د پکتيکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د ملکي وګړو په کورونو چاپې اچولي دي چې په نتيجه کې یې اته تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې ګډو ځواکونو د برمل ولسوالۍ په رخه سيمه کې د ولسي وګړو په کورونو چاپو کې اته تنه ولسي وګړي او وژلي او د هغوی څلور کورونه يې نړولي دي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په ياده چاپه کې د (شير خان، رايف، غافر، زاهدالله، محمد رسول، محمد روشن، سرور او محمد زمان) په نامه اته تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

بايد وويل شي چې وړمه ورځ هم د وردګ ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې اووه تنه ولسي وګړي وژل شوي وو.

همدا راز د تيرې چهارشنبې په شپه د ننګرهار ولايت په شيرزادو ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو په کورونو چاپو او بمبارۍ کې د يوې کورنۍ ۱۳ تنه وژل شوي وو.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د ګډو ځواکونو له لوري د ملکي وګړو په کورونو چاپې او هوايي بريدونه دومره زيات شوي دي چې په تيرو وختونو کې يې ساری نه دی ليدل شوی.

ملګرو ملتونو تير ميلادي کال په افغانستان کې د ملکي وګړو له پاره تر ټولو خونړی کال بللی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x