موږ ولې شاته پاتي يو!!!

داود افغان

اسلامي تاريخ ته که په ځير وګورو نو په يقين سره ويلی شو هر کله چی مسلمانان له کفارو سره په مخامخ جګړه کې مخ شوي بری د مسلمانانو په برخه شوی.

د بدر له غزا څخه ونيسه تر نني افغان جهادي بهير پوري.

موږ يرغلګرو ځپلي يو خو ختم کړي يې نه يو ، او د وخت په تيريدو سره مو د مقاومت تاب او توان په ځان کې پيدا کړی.

د پردو له لاسه د زموږ د ځپلو اصلي لامل موږ خپله يو .

د حضرت عثمان رضي الله تعالي عنه د شهادت لامل مسلمانان وو چې زموږ د فتوحاتو مخه يې تقريبا د څلويښتو کلونو لپاره ونيوله.

د امويانو سخت دريځي د خپلو داخلي مخالفينو په وړاندې زموږ علمي پرمختيا او مسير تر ډیره حده له ستونزو سره مخامخ کړ .

او د عباسيانو د راتللو سره د اسلامي فتوحاتو لړۍ هم تر ډېره حده پوري په ټپه ودريدله.

او د خلافت د مرکزي رول د ضغيفيدلو سره موږ د خپلو فتوحاتو ټکنده لړۍ هم ونشوی ساتلی بلکې حتی د خپلو مفتوحه سيمو د ساتلو توان مو هم له لاسه ورکړ ، اندلس پراخه سيمې مو له لاسه ورکړي .

حتی صليبيانو دا جرأت وکړ چې اوه ځله په اسلامي نړۍ يرغل وکړي ، اقصي او په مجموع کې د شام سيمې مو په پيړيو د پردو په لاس کې پاتي شوي.

او حتی د منګوليا انسان شکله ځناور وتوانيدل چې زموږ د وخت خليفه په جيوال کی د خپلو اسونو تر پښو لاندې مړ کړي.

مګر کله چې د عثماني خلیفه مرکز قوي شو او تر ډېره حده امت واحد شو موږ وکولای شوی چې دښمن له خپل حد سره ودروو او حتی د ويانا تر دروازو يې وځغلوو.

مګر همدغه خلافت زموږ له لاسه ړنګ شو ، عباسي خليفه زموږ له لاسه د دښمن د اسونو تر پښو لاندې ولويد.، د اندلس اموي مسجد او د حمراء قلعه تر اوسه پورې د خپلو ناخلفو څښتنو د خودخواهی له لاسه د اسارت اوښکې تويوي، او د اقصی په پښو کې مو لا تراوسه د اسارت زولنې پرتي دي.

مګر داچې زموږ د دين د ساتلو ضمانت الله تعالی کړی نو د ساتلو لپاره يې کله صلاح الدین راليږي کله غزنوي او کله ابدالي ، او داچې بهرنی دښمن د دين ختمول غواړي نو د تل لپاره کاميابيدای هم نشي دا ځکه چې دين پرته له امته نشي ساتل کيدای نو الله تعالی د خپل دين د ساتلو لپاره دا امت هم له تباهۍ ساتلی.

او دا چې د مسلمانانو خپل منځي اختلافات په حقيقت کې د دين په سر نه دي بلکې د دين د ساتلو په پلمه دي او يا د دنيوي ګټو لپاره دي چې د دې ضمانت بيا الله تعالی نه دی کړی که داسي نه وی نو حضرت عثمان په کومه پلمه شهيد شو ، همدارنګه حضرت علي په کومه پلمه شهيد کړی شو، او حجاج په کومه پلمه په زرهاوو علماء ، تابعين او صحابه د تورې تر تيغ تير کړل ، او عباسيانو د اموي خليفه ګانو مړي له قبرونو څخه په کومه پلمه راوباسل ، او حتی زموږ کابل په کومه پلمه وران شو او شپيته زره کابليان مو د کابل تر کنډوالو لاندې شول.؟

د دې ټولو لاملونه همدا يو لامل وو د شخصي ګټو د پاره دين پلمه کول او په کمو حالاتو کې په دين سم نه پوهيدل، نو کله چې ګټې شخصي شوي مساله دنياوي سوه چې پر دين پورې اړه نه لري نو ځکه خو الله تعالی زموږ د خپل منځي اختلافاتو د مخنيوی ضمانت نه دی کړی ځکه چې د دين لپاره نه دي بلکې د دنيا لپاره دي ، او کله چې شخړه د دنيا په سر وي نو دلته بيا د کافر او مسلمان توپير ورک شو او هر څوک خپله ستونزه په خپله بايد حل کړي.

او د همدې لپاره يې حتي د رسول الله صلی الله عليه وسلم دعا هم نه ده قبوله کړي (وَسَأَلْتُهُ أَنْ لَا يَجْعَلَ بَأْسَهُمْ بَيْنَهُمْ فَمَنَعَنِيهَا “،)) مګر د بهرنيو په اړه الله فرمايي (( وَلَن يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا)) (141)). او بيا دا ايت له دغه بل ايت سره که پرتله شي چې فرمايي(( إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ)) (9) په دې معنی چې د قرآن ساتلو لپاره بايد دين وساتل شي او ددين لپاره بايد امت وساتل شي چې تر څو پر قرآن عمل وشي.

خو الله تعالی غيرتي ذات دی او غيرتي خلک خوښوي نو د خپل دين ساتنه هم غيرتي خلکو ته سپاري او اړينه نه ده چې دا غيرتي خلک تر يوې سيمو پوري تړلي وي.

او کله چې د يوې سيمې خلک د الله پر دين غيرت پريږدي نو بلې سيمې ته دا وياړ وربخښي.

کردانو ته يې د صلاح الدين ايوبي په خاطر دا وياړ ورکړ.

او د افريقا امازيغو ته يې د يوسف بن تاشفين په خاطر ورکړ او د خراسان خلکو ته يې د غزنوي او ابدالي په خاطر دا وياړ ورکړ او تورکي محمد الفاتح خپل قوم ته د همدي غيرت له وجهې وياړ وروباښه.

راځو اصل موضوع ته هغه دا چې زموږ د شاتګ اصلي لامل موږ خپله يو ، او دا چې موږ څرنګه له دې شاتګ څخه بيرته پر مخ تلل پيل کړو:

د حقيقي شوری نه شتون:

د اسلامي نظام يو اصل له امت سره مشوره کول دي الله تعالی فرمايي:( ) فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللَّهِ لِنتَ لَهُمْ ۖ وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ ۖ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ (159)

((اې پېغمبره (ص)!] دا د الله لوى رحمت دى چي ته ددې خلكو لپاره ډېر نرم خويه جوړ شوى یې، كه داسي نه واى او ته توند خويه او سخت زړى وای، نو دا ټول به ستا له شا وخوا څخه خواره شوي وای. د دوى خطاوي وبښه، د دوى لپاره بښنه غواړه؛ او د دين په چارو کښي هغو ته هم په مشوره کي برخه ورکړه، بيا چي ستا اراده پر كومه رايه ټينګه شي؛ نو پر الله توكُل وکړه. د الله هغه خلك خوښیږي چي د هماغه په ډاډينه كار كوي)).

او همدارنګه فرمايی ((وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ (38)

((او هغه كسان چي د خپل رب حكم مني، لمونځ قايموي، خپلي چاري پخپل منځي مشورې سره سرته رسوي.

موږ چي هر څه روزي هغو ته ورکړې ده، له هغې څخه (د الله په لار کښي) لګښت كوي؛))

نو کله چې الله تعالی خپل محبوب له خپل امت سره په مشوره مکلفوي او مؤمنين له دې کبله ستايي چې د خپلو امورو د پريکړو په هکله په خپلو منځو کې مشورې کوي ، نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو وروسته مؤمنان من باب اولی بايد دا امر عملي کړي.

او دا چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د الله راليږلي پيغمبر وو نو د وحيي په رارسولو اوديني پريکړو کې يې د وحيي د شتون له کبله غلطي پيښيدل په کې ناشونی وه او هيڅ داسې مورد به شايد پيدا نه شي چې د ديني امورو په هکله رسول الله صلی الله عليه وسلم د صحابه کرامو سره مشوره کړي وي ځکه هغه خدايې احکام وو او په خدايي احکامو کې مسلمانان پر دې مکلف دي چې عمل پر وکړي او په دې هکله هيڅ بل اختيار نه لري ((وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُّبِينًا)) (36)

((هیڅ يو مؤمن او هیڅ يوه مومنه دا حق نه لري چي كله الله او د هغه رسول(ص) د کومي معاملې فېصله وکړي او بیا (د الله او د هغه د رسول په خلاف) هغه پخپله د خپلي هغي معاملې د فېصله كولو اختيار ولري. او څوك چي له الله او د هغه له رسول څخه سرغړاوى وکړي، نو هغه په څرګنده ګمراهۍ کښي وغــورځيدی.))

نو کله چې په لومړني آيت کې په مشوره کولو مکلف کېږي او په دې ايت کې امت د دې پريکړو پر عملي کولو مکلف کېږي نو ويلی شو چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له امت سره په دنيوي امورو کې په مشوره کولو مکلف دی نه په ديني امورو کې .

په نبوي امورو کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له خوا د امت سره د مشورې کولو بيلګې ډیرې شته ، د بدر په غزوه کې يې د صحابي په مشوره د خپل فوځ ځای بدل کړ، د خندق په غزا کی يې د صحابي په مشوره خندق وکيندلو ،ځکه نرم زړه ،په زړه کې ترحم درلودل دا ايجابوي چې له خپل امت سره د هغوی د سرنوشت په هکله مشوره وکړي.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم له وفات وروسته صحابه د راتلونکي امير د ټاکلو لپاره د بني ساعده په ثفيفه کې د مشورې لپاره راغونډ شول ، او خلفاء راشدینو هر يو د خپل امارت په وخت کې مشاورين درلودل او د امت د ورځيني امورو په هکله به يې له هغوی سره مشورې کولې .

خو کله چې راشده خلافت دور ختميږي له امت سره د مشورو دوران هم ورو ورو پيکه کېږي، او د ټول امت په هکله پريکړې د يوه شخص په لاس کې لويږي، او که چېرته کوم خليفه يا امير مشاورين لرل هغوی هم د وخت د امير په خوښه ټاکل کيدل ، او وجود يې د نشت په حساب وو ، او کومې لاسته راوړنې چې لري هغه هم د دوی پر شخصيت او ديندارې پورې اړه لري نه دا چې دوی ځانونه د امت سره په مشوره مکلف ګنل.

د امت له مشورو پرته يزيد بن معاويه ته د امت واک سپارل، امت له يوه داسې ناورين سره مخامخ کړو چې تر ننه پورې امت ورسره لاس او ګریوان دی.

د امت سره مشوره نه کول ځينې ديته مجبور کړل چې د وخت د حاکم پر ضد وسله راپورته کړي.

که چېرته د وخت حاکم له امت سره په مشوره مکلف شوی وی ،نو يزيد به دحضرت حسين رضي الله عنه قتل ته هيڅکله زړه نه وو ښه کړی، حجاج به سعيد بن جبير رحمه الله نه وو شهيد کړی .

ابو منصور سفاح به د قدرت د تر لاسه کولو لپاره په لکونو انسانان تر تيغ نه وي تير کړي.

که چېرته عباسي خليفه امت ته رجوع کړې وی نو د بغداد په مليونو عنوانه کتابونه به د دجلې او فرات په سيند کې نه وی لاهو شوي.

که چېرته د اسلامي امت ځواک ، طاقت او علمي وړتياوې د يوه حاکم د راپرځولو او د بل د نصبولو لپاره نه وی مصرف شوی او د امت د اتلانو سرنوشت د وخت د حاکم خوښی ته نه وی پريښول شوی ښايي د قتيبه د لښکرو بيرغ په مسکو او بګينګ کې رپيدلی وی، او د محمد بن القاسم د اسونو ترپا د کلکتې په کوڅو کې ختلی وی ، او محمود غزنوي نه وی مجبور شوی چې کالونو وروسته بيا پر هند لښکر کشي وکړي.

او ښايي د عثمانیانو د توپونو درزا په شمالي قطب کې هم اوريدل شوې وی.

که چېرته د حاکم عزلول او نصبول امت ته پريښودل شوي وی اندلس به مو له لاسه نه وتلو ، اقصی به مو نه اسيريدلو ، تيمور لنګ به نه حاکميدلو، او خليفه متوکل به د يو څو سرکشو عسکرو له لاسه نه حلاليدلو .

او د وخت خليفه به د خپلی پوچې مفکورې له امله امام احمد غوندي شخصيت د زندان د تورو لمبو شاته نه غورځولو.

د وخت حاکم چې هر وخت امت ته رجوع کړي هم يې نوم ګټلی او هم يې دين ګټلی.

ابوبکر الصديق د امت په مشوره د ارتداد فتنه په نطفه کې خنثی کړه ، عمر د امت سره په مشوره د قيصر او کسری د ماڼيو کليانې تر لاسه کړي.

ايوبي صلاح الدين اقصی له اسارته خلاص کړ.

قطز بيا امت د تتارو له وحشته د تل لپاره په امان کړ.

که څه هم زموږ د تاريخ وياړونه ډیر دي او ناکامۍ کمې خو ددغه ناکامیو يو لامل د حاکم طغيان او استبداد وو او د حاکم د نصبولو او عزلولو لپاره د واضح سيستم نه شتون او د امت له محاسبې ځان مستثنی ګنل وو ؛چې امت يې په خپل منځيو شخړو کې راګېر کړ او د پرمختګ پر ځای يې د شاتګ لامل شو ، چې په نني پرمختللي عصر کې تر ټولو ولسونو څخه د کلونو په واټن لري پاتي يو.

موږ د امت څخه متشکلې داسي يوې شوری ته اړتيا لرو چی د وخت دحاکم د طغيان مخه ونيسي او د اړتيا په وخت کې يې د عزلولو او د بل د نصبولو حقيقي واک ولري، او هميشه د خدای ډار يې نصب العين وي ، اود امت له محاسبې څخه په ډار وي ، او په پيړيو پيړيو د واک انتقال په سلسه توګه له يوه نه بل ته انتقال شي.

او امت يا د امت يوه برخه په دې مجبوره نشي چې د خپل حقوقو د ترلاسه کولو او د حاکم د ظلم د مخنيوي لپاره وسلې ته لاس کړي.

او که چېرته د داسې يوې شوری د ايجادولو او د ملت سره د مشوره کولو لپاره د نړۍ له نورو اداري سيستمونو څخه استفاده وشي څه باک نشته بلکي مطلوب او د وخت تقاضا هم ده.

وما ذلک علی الله بعزيز.

والله اعلم بالصواب.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
5 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

وروره
دا پوښتنه دی د بنی ساعدې د سقیفې د کودتاه چیانو سره مطرح که.

فايز افغان
میلمه
فايز افغان

خو ته يې ترې زده کړه.

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

ښی چاری،
که چیری د جنګونو په ځای امت مسلمه تخنیک او تکنالوژی تعلیم ته ژور فکر کړی وای ،نو اوس به موږ مخته او لاسونه به مو ډک.او کفارو به هم وس راباندی نه راسیده،
اوس موږ د هر نګاه څخه خوار یوو،او کفار هم ټوکی ټکری راباندی کوی.
اوس هم وخت تیر نه دی،سوله وکړی،او تعلیم ته مخه کړی.

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

سلامونه او ښی چاری،
څرنګه چه پخوانی خلیفه ګان حضرت ابوبکر او حضرت عمر ښه امیران وه.همداسی یی رعیت کی هم ښه خلک لکه حضرت ابوهریره ،او ایوب انصاری په شان ښه خلک وه.
اوس وګوره ،سل ځایه امیر ځان خرڅ کړی،او زر ځایه رعیت غلام او اسیر شوی.
ځان ته ښه مسلمان وایی،رزق او پناه له یورپ او امریکا څخه غواړی،

مجاهد
میلمه
مجاهد

هلکه کله کله ښی خبری کوی یعنی ښه مود کی یاست او که نظر مو بدلیږی رابدلیږی یاځینی مجبوریتونه مو نظریات بدی خوا ته اړوی که په دی اړه د زړه اصلی خبره ولیکی خوشاله به شم او مفاهمی به درسره اوږدی کړم

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

افغان صاحب ! الله ج دی اجرونه درکړی ستاسی ټولی لیکنی ښکلی او په حقایقو ولاړی دی په دی لیکنه کی مو هم کافی معلومات راټول او نغښتی دی. د مسایلو په ارزونه کی په دی هم اړه لری چه له کومی زاویی یی ارزوی، د مسایلو به ارزونو کی د ارزوونکی نیت ډیر اهمیت او ارزشت لری او د ارزوونکی اجرونه د هغه د ښه یا بد نیت له مخی وی. ځينی خلک نه یواځی داچه ښه نیت نه لری ښه پوهه هم نه لری هڅی لری چه ځان عالم نما او مفتی خلکو ته وپیژنی مګر هغه جعلی… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

د وروسته پاتې کېدو له لاملونو او د مسلمه امت د اوسني ويشلي او پرديپال وضعيت څخه په انتباه مونږ او تاسو ته ښايي چې د “مونږ” د اصطلاح دايره تر خپلې جغرافيې يعنې افغانستان پورې محدوده او مخ په وړاندې د بسيا او پرمختتلي افغانستان پر لور هراخيز ګامونه واخلو.

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

ښی چاری غوربندی صاحب.
ورسته پاتی کیدو ټول عوامل زموږ ناپوهی ،مکتب،مدرسه ته نه تلل دی،د جهل له امله زر غلامان کیږو او ډیر زر د پیسو او نفسی خواهشاتو ښکار ګرځو.
ځانونه لوی لوی ګڼو یو بل په څنګ کی نه منو.ښځی غلامانی ګڼو ،او د ډاکتر ته د تګ حق هم نه ورکوو
دا څلویښت کاله ورور وژنی جنګ نور زر کاله روسته واچولو.او داسی کارونه وشول چه مخته د اسلام دین څخه هم نه وه شوی،لکه دانس مرده،په سر کی میخونه،په ښځو د تیږو بارانونه،