افغانستان

د پاکستان له فضا د کابل–نوي ډيلي پروازونه بيا پيليږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملکي  هوايي چلند اداره وايي، چې له نهه ورځې ځنډ وروسته د کابل او نوي ډيلي پروازونه به يو ځل بيا د پاکستان فضا له لارې پيل شي.

د افغانستان هوايي شرکتونو چارواکو ويلي، د پاکستان له لارې د کابل – نوي ډيلي د پروازونو بندېدل د هوايي شرکتونو سربېره مسافرو ته هم درانه تمام شوي دي.

د هوايي شرکتونو مسؤولين وايي، چې د پاکستان فضا د تړل کېدو له امله ډېری افغانانو او هوايي شرکتونو د کابل او نوي ډيلي ترمنځ خپل پروازونه ځنډولي دي.

د هند ملک ايکسپريس هوايي شرکت مسؤولينو ويلي، چې پخوا د هند ته د يوه لوري ټيکټ ۲۵۰ امريکايي ډالر وو، خو اوس دغه بيې ۳۵۰ ډالرو ته پورته شوې؛ ځکه چې دغه الوتکې اوس د ایران او دوبۍ له لارې هند ته ځي.

د راپورونو له مخې د بيو زياتوالي له ا مله دوو هندي هوايي شرکتونو او د افغانستان اریانا هوايي شرکت د کابل او نوي ډيلي ترمنځ خپل پروازونه ځنډولي او له افغانستانه يوازې کام ائیر هوايي شرکت پروازونه لري، خو هند ته د تلونکو مسافرو شمېر د پخوا په پرتله کم شوی دی.

تېره فبروري مياشت کې د هند تر واک لاندې کشمیر کې پر هندي پوځيانو له خونړي موټربم بريد وروسته د هند او پاکستان اړيکې تريننګلې شوې او دغه ترينګلتيا هغه مهال  نوره هم زياته شوه، چې هندي الوتکو د خیبر پښتونخوا مانسهرې ولسوالۍ بالاکوټ سيمه کې يو شمېر سيمې بمبار کړې او په دغه بمبارۍ کې يې د جیش محمد ډلې د مرکزونو ويجاړولو ادعا وکړه.

له دغې پېښې وروسته پاکستان پر خپله فضا د کابل ­ـ نوي ډيلي ترمنځ تلونکي پروازونه هم ځنډولي دي.

اوس افغان چارواکي هيله من دي، چې د روان مارچ مياشتې له يوولسمې نېټې به د پاکستاني فضا له لارې د کابل  او نوي ډيلي پروازونه بېرته پيل شي او شته ستونزې به له منځه ولاړې  شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x