افغانستان

اتمر: په تېرو پنځو کلونو کې له يو لک او پنځوس زرو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د ملي امنيت پخواني رئيس او د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کانديد حنيف اتمر په کابل کې يوې غونډې ته ويلي، چې د ګډ حکومت په تېرو پنځو کلونو کې له يو لک او پنځوس زرو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

اتمر  زياته کړې، چې د دغو جګړو ډېری قربانيان مېرمنې او ماشومان دي.

هغه وايي، چې د مرګ ژوبلې او نا امنۍ سربېره بې وزلي او فقر د عامو خلکو په شمول د مېرمنو ژوند ته ستر ګواښ دی او د دې ټولو لامل د ګډ حکومت د چارواکو غیر مسؤولانه چلند دی.

اتمر، چې په تېرو څلور نيمو کلونو کې د اشرف غني تر  ټولو نږدې او باوري ملګری بلل کيده، خو اوس يې تر ټولو زياتو منتقيدينو څخه دی.

اتمر پر ولسمشر غني نيوکه کړې، چې د خلکو ستونزو د حل کولو پر ځای د خلکو په تېر ايستلو بوخت دی او راتلونکو ټاکنيزو سيالیو کې د بريا په موخه پخوانۍ پرانيستل شوې پروژې بيا پرانيزي او د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي.

حنيف اتمر په داسې حال کې د ګډ حکومت پر مشر نيوکې  کوي، چې له تېرو څلور نيمو کلون راهيسې نوموړی د اشرف غني تر ټولو باور سړی و او د حکومت په ډېرو پلانونو کې شريک وو، خو اوس وايي، چې تېرو پنځو کلونو کې حکومت د ولس د هوساينې لپاره څه نه دي کړي او بالعکس يې د خلکو له ژوند سره غير مسؤولانه چلند کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د کابل د غلامی اداری لوړپوړی غلامان هغو ګیدړانو ته ورته دی چه د نورو لویانو ښکار شوو مظلومو اولسو په غوښو او وینو یی خولی سری دی د اتمر د کمونستانو دوره کی به امین د ترکی وحشت او د ترکی د لاس وژل شوی کسانو لستونه په دیوالو ځړول چه ځان مترق او مهربانه او ترکی نامرده او وحشی معرفی کړی په داسی حال چه به هماغه وژلو کی ورسره حفیظ الله امین دخیل وو او یا اصلی وژونکی به امین وو ، خو چه د کار مل دوره کی بیا کار مل د بیګناه وژنو لستونه وځړول… نور لوستل »

Ronagul Aryobsei

هو، حنیف اتمر اعتراف کوي چې دګډ حکومت په پنځه کلنه دوره کې له یوسل او پنځوس زره زیاتو کسانو ته مرګ اوژوبله اوښتې ده خو دايې په ښکاره نه دي ویلي چې دهمدې حکومت دملي امنیت دمشاور په توګه په دې مرګ او ژوبله کې تر ټولو درنه برخه لري.
دی باید په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې دنوماند په توګه په خپله د دي خبرې سپیناوی هم وکړی چې په خاد کې يې دخپل خدمت په دوره کې څومره افغانان وژلي اوربړولي دي. په دې ډول به ولس ته د نوماند صاحب شخصیت یو څه روښان شي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x