ورزش

اصغر دريم افغان لوبغاړی شو چې «۲۰۰۰» منډې يې بشپړې کړې

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۸ کب، ۱۳۹۷): د افغانستان ملي لوبډلې مشر اصغر افغان له محمد شهزاد او محمد نبي وروسته دريم افغان لوبغاړی شو چې په يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې تر ۲۰۰۰ زياتې منډې جوړوي.

اصغر افغان د ايرلينډ پر وړاندې په پنځمه سيالۍ کې چې لوبډله له ستونزو سره مخ وه په زړه پورې ۸۲ منډې وکړې او دغه څلی يې بشپړ کړ، نوموړي په دغه سياليو کې پرلپسې دريمه نيمه سليزه ووهله.

د افغان ملي لوبډلې مشر ټولې ۹۹ يو ورځنۍ لوبې ترسره کړي، چې په ۹۲ پاڼيو کې يې ۲۰۱۳ منډې بشپړې کړې، نوموړي تر دې دمه يوه سليزه او ۱۱ نيمه سليزې وهلې دي.

له اصغر وړاندې لومړی افغان لوبغاړی محمد شهزاد و چې په يو ورځنيو لوبو کې يې ۲ زره منډې بشپړې کړې، ورپسې محمد نبي هم دغه مقام ته رسيدلی دی.

د ايرلينډ او افغانستان ترمنځ وروستۍ او پريکړه کونکې سيالۍ دوام لري چې په کې افغانستان لومړی توپوهنه وکړه، د اصغر، نبي او راشد په زړه پورې توپوهنې سره يې ايرلينډ ته په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۲۱۷ منډې هدف وټاکه.

اصغر ۸۲ زياتې منډې، نبي ۴۰ او راشد ۳۵ چټکې منډې جوړې کړې، د ايرلينډ لخوا ډوکريل دوه لوبغاړي وسوځول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x