افغانستان

سکاټ ميلر په کابل کې له ډاکټر عبدالله سره په سوله غږېدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د امريکايي عسکرو عمومي قومندان جنرال سکاټ ميلر له اجراييه رييس ډاکټر عبدالله سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړي دي.

له اجراييه رياست څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې سکاټ ميلر تيره ورځ ناوخته په کابل کې له ډاکټر عبدالله سره وليدل او له نوموړي سره يې د افغانستان د سولې او امنيت په اړه خبرې کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو مشرانو د افغانستان د سولې په اړه د روانو هڅو او پرمختګونو او امنيتي وضعيت په اړه سره خپل نظرونه تبادله کړي دي.

په دغه ناسته کې اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله ويلي دي چې په افغانستان کې بايد د داسې يوې سولې له پاره امکانات برابر شي ترڅو د تيرو کلونو لاسته راوړنې په کې له منځه لاړې نشي او همدا راز افغانان له يوې تلپاتې سولې څخه برخمن شي.

همدا راز د ناټو قومندان هم ويلي دي چې د سولې له روانې پروسې نه ملاتړ کوي او له دې سره سره به دافغان امنيتي ځواکونو د روزنې او له دوی سره به وسلو او تجهيزاتو په برخه کې مرسته کوي.

سکاټ ميلر له عبدالله عبدالله سره په داسې حال کې خبرې کوي چې نوموړی له طالبانو سره د پنځم پړاو غونډې په لومړيو کې قطر ته تللی و او له طالبانو سره يې په مخامخ خبرو کې برخه اخيستې وه او څو ورځې وړاندې کابل ته راستون شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Basetkhan

ددوی اتلس کلنۍ لاسته راوړني خو وطن پروشي، غلا، دمسلمانانو عام وژنه ،فحشی شپنۍ چاپې مساجد اومدرسي ړنګول په بي رحمانه ډول بمبارۍ نراوشځې ترخاورولاندي کول دي نو داسي صلح به دافغانانوڅه رنځ دواکړي

مجاهد

د کابل د غلامانو ۱۸ کلنی لاسته راوړنی د دوی بیلونر کیدل دی. نوری څه لاسته راوړنی لری د مظلوم اولس د وژلو د پاره چه ټانکونه او مهمات پری انتقال کړی یی سرکونه جوړ کړی دغه یی لاسته راوړنه او لا یی څو شفاخانی او کلینیکونه یا دواخانی جوړی کړی چه د رخمی عسکرو علاج پکی وکړی. لا یی بی شمیره تلویزونونه جوړ کړی د نجونو او هلکانو د ګل او بلبل عیاشی او فحاشی یی پکی جوړی کړی او زمونږ اسلامی او ملی فرهنمګ ته یی صدمه رسولی دغه یی لاسته راوړنه او که د کابل سیند او… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x