نیت مو باید څنګه اصلاح او خالص شي ؟ ( 4 )

ليكنه : مفتي احسان الله رشاد

د الله د بندګي لپاره تر هر څه اول نیت کولو اړین دي ، بې له نیته عبادت او بندګي بې سوده او عبث ده ، او نیت بیا بې له اخلاصه ریا او ګناه ده ، پر نیت هلته حساب مرتب دی ، چې نیک او یوازي د الله لپاره وي ، بل څه نه وي ورګډ شوي ، الله رب العزت فرمايې : {وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ} [البينة: 5] .

ژباړه : او دوی ته له دې ماسوا بل حکم نه و سوی ، چې دوی د الله داسي بندګي وکړي ، چې بلکل په بېغمي د هغه ( الله ) لپاره يې ځانګړي کړي وي .

او اخلاص د زړه عمل دی ، د الله جل جلاله څخه ماسوا نور نه ورباندي خبریږي ؛ اخلاص دا دی : چې په ټولو عباداتو کې هغه که ظاهري وي او که باطني ، په هغه کې مطلب او مقصد یوازي یو الله وي ، بل څوک به ورسره ملګری نه وي .

علامه امام غزالي رحمه الله تعالی په إحياء علوم الدين (4/ 362) کې وايې : په دې زه نه پوهېږم! ، چې هغه څوک چې د نیت حقیقت نه پېژني ، هغه به نیت څرنګه خالص او اصلاح کړي ، او هغه څوک به څنګه نیت صاف کړي ، څوک چې نیت پېږني نه! .

د دې مطلب دا دی ، چې د نیت د صحت لپاره تر ټولو اول باید نیت وپېژندل شي ، څوک چې د نیت حقیقت نه پېژني ، هغه به نیت صفا څرنګه کړې .

علامه انور شاه کشمیري رحمه الله تعالی په حجة الله البالغة (1/ 293) کې نیت داسي را پېږني : نیت ، قصد او عزیمته وايي ، او دلته ( یعنی: په عباداتو کې ) هغه علَّت غائي ترینه مراد دی ، چې کله يې انسان تصور وکړي ، نو دا تصور يې پر عمل کولو باعث ګرزوي ، د مثال په توګه لکه : د الله جل جلاله څخه د ثواب طلب او یا د الله تعالی څخه د رضا طلب ؛ د دې مطلب دا دی ، چې د نفس په صافوالي او د نفس د کږوالي په سموالي کې د اعمالو تر هغو هیڅ اثر نشته ، تر څو پوري چې له دېنه وړاندي د یاد تصور شتون نه وي راغلی ، یعني هغه تصور چې د نفس اصلاح ورباندي کیږي ؛ د عادت او د خلکو د پیروي ، ریاء سُمعت او د خپل خوی د پوره کولو له امله نه وي صادر شوی ، لکه : د غیرتمند جنګ ، چې د جنګ کولو څخه صبر نشي کولای ؛ نو که له کفارو سره جهاد کول اصل مقصد نه وای ، بیا به یاد خوی هم د مسلمانانو د قتال له جملې څخه حسابل شوی وای ؛ لکه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه چې پوښتنه وشوه ، چې یو سړی د ریاء لپاره قتال کوي او بل بیا د غیرت له امله قتال کوي ، نو کوم یو د الله په لار کې دی ؟ ده ورته وفرمایل : څوک چې د الله د کلمې د لوړوالي لپاره قتال کوي ، همدا د الله په لار کې دی .

په دې حدیث کې فقه او علم دا دی ، چې د زړه عزیمت روح دی ، او اعمال يې آثار دي .

عمر بن الخطاب رضي الله تعالی عنه و ابو موسی الأشعري رضي الله تعالی عنه ته د قضاء د اهمیت په اړه یو اوږد لیک ولیږی ، په هغه کې یوه خبره دا هم وه : چې د چا چې د حق په اړه نیت خالص وي ، که څه هم د ځان لپاره وي ، الله به د ده او د خلکو په منځ کې ورته کافي شي ، او څوک چې خلکو ته ځان په هغه څه سپین وښايې کوم چې د ده په زړه کې نه وي ، الله به يې رسوا کړي . السنن الكبرى للبيهقي (10/ 253)

علامه ابن قيم رحمه الله تعالی د عمر بن الخطاب رضي الله تعالی د ياد قول د نقل نه وروسته وایې : دا دوې خبري د علم له خزانو څخه دي ، اوله خبره ، د خیر سرچینه او اصل ده ، او دوهمه خبره د شر بیخ او بنسټ دی ؛ ځکه د بنده چې کله نیت د الله لپاره شي ، او قصد و فکر او عمل یې د الله د رضا لپاره وي ، نو الله ور سره وي ، ولي چې الله رب العزت د هغه چا ملګری دی ، څوک چې تقواداره او نیکوکاره وي ؛ او د تقوا او د نیکي اصل بنیاد ، د حق په اقامت کې د الله لپاره نیت کول دي ؛ نو د چا سره چې الله ملګری وي ، نو څوک به ورباندي غالب شي ؟ او د چا سره چې الله وي ، له چا نه به وويریږي ؟ او که الله ورسره ملګری نه وي ، د چا نه به امید وساتي ؟ او د چا نه به کومک وغواړي ؟ او څوک به يې مدد وکړي ؟

او الله د هغه چا مددګار دی ، څوک چې د الله په لار کي جهاد کوي ، او د دې لپاره جنګ کوي ، چې د الله خبره لوړه شي ؛ الله د هغه چا کومک نه کوي ، څوک چې د نفس او هوا لپاره کار کوي ، ځکه دا بیا د متقیانو او محسنینو له ټولۍ څخه نه حسابل کیږي . إعلام الموقعين عن رب العالمين (2/ 121)

د نیت د صفايې لپاره دا اړینه ده ، چې سړی د خپل ظاهر او باطن اصلاح وکړي ، الله رب العزت فرمايې : ﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ * كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ اللَّهِ أَنْ تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ ﴾ [الصف: 2 – 3].

ژباړه : اې ایماندارو! تاسو ولي هغه څه وایاست کوم چې تاسو يې نه کوئ ، د الله په نزد دا خبره ډیره بده ده ، چې تاسو داسي خبره وکړی ، کومه چې کوئ يې نه .

او دا خبره حقیقت ده ، چې څوک د آخرت لپاره کار وکړي ، الله به يې د دنیا د کارو لپاره کافي جوړ شي ، او څوک چې د ځان او الله په منځ کې ځان صاف جوړ کړي ، الله به د ده او د خلکو په منځ کې جوړونکی شي ، او څوک چې خپل باطن جوړ کړي ، الله به يې ظاهر ورسره برابر کړي .

د نیت د اصلاح لپاره تر ټولو اهم ، لازم او ضروري هغه علم دی ، ولي چې ډیر ځله عیبونه او آفتونه زړه ته د بې علمي او ناپوهي له لاري راځي ، څوک چې له حلال او حرامو څخه خبر نه وي ، هغه به د ځان اصلاح څنګه وکړي ؟ خپل نیت به څرنګه خالص کړي ؟ تر ټولو ضروري خبره دا ده ، چې د علم په ذریعه د نفس له عیبو نه ځان وژغورل شي .

او پر حق باندي د قائم پاته کېدلو او د نیت د خالص جوړلو لپاره تر ټولو ښه وسېله علم او تعلَّم ده .

ابو محمد عبد الله بن ابي جمره رحمه الله تعالی وايې : زما ډیر زړه دا غواړي ، چې یوه ټولۍ فقهاءو یوازي دا کار کولای ، چې خلکو ته د اعمالو مقاصد ور زده کړي ، او یوازي د اعمالو د نېتو لپاره ناست وای او په دې اړه يې درس ورکولای ، ولي چې ډیری خلکو ته چې مشکل پيښيږي ، هغه له دې لاري ورته رسیږي .

نور بیا . . .

2019-03-10

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د