نړۍ

دویم تعقیب: د ایتوپيایي الوتکي ټول 157 مسافر وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۷ل): د افریقايي هیواد ایتوپیا ملي هوايي شرکت «ایتوپین ایرلاینز» یوه مسافر وړونکې الوتکه چې د ایتوپیا له پلازمینې (ادیس ابابا) څخه د کینیا مرکز (نایروبي) ته پر لاره وه؛ سهار په ځایی وخت 8:45 را پریوتي؛ چې په لومړي سر کې یې د سورلۍ د مرګ ژوبلې په اړه دقیق مالومات نه وو ترلاسه شوي.

څو شیبې وړاندي د ایتوپیا دولتي تلویزون EBC د دغه هیواد د هوایی چلند د چارواکو له خولي رسماً اعلان وکړ چې په یاده الوتکه کې څه باندي 149 مسافر د 8 تنه عملې په ګډون ټولو ژوند له لاسه ورکړی، چې 32 تنه یې کینیایان، 17 ایتوپیایان او 31 تنه د نورو بیلابیلو هیوادونو وګړي دي.

د برطانوي رسنۍ ډیلي میل له قوله، دغه 8-میکس-737-بویینګ الوتکه چې څه موده وړاندي د ایتوپیا هیواد پیرلې وه؛ له پورته کیدلو څو شیبې وروسته یې له مرکز سره اړیکي شکیدلي، د چارواکو په وینا چې د لویدلو او یا یرغمل کیدلو په اړه یې هیڅ معلومات نه وو ترلاسه شوي.

خو له پلټنو وروسته څرګنده شوه چې د تخنیکي ستونزو له امله راپريوتي او پکي سپاره ټول مسافر یې وژل شوي دي.

دا چې څه ډول تخنیکي ستونزه رامنځ ته شوي؛ په اړه یې لا څه نه دي ویل شوي.

د ایتوپيا لومړي وزیر أبي احمد پر خپل ټویټر د الوتکي د لوېدو په پیښه کې د قربانيانو کورنیو ته غمرازي ویلی او دا یې یوه دردوونکي پیښه بللي ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بسم الله

دوهم تعقیب ، به دی اړه څه معنی ، دوهم تعقیب خو د برید کونکو د لمړی تعقیب وروسته دوهم تعقیب که وی ، یادول کیږی دغه په لیکنه کی خو ویل شوی چه چا ورباندی برید هم نه دی کړی د تخنیکی عوارضو له امله په لمړی ځل او لمړی تعقیب رالویدلی په لیکنه کی د دوهم تعقیب موضع د څه امله ده.

غمی.پښتین

بسم الله ته.
اول تعقیب،دوهم تعقیب.ځانمرګی،فدایی،دا ټول نوی اصطلاحات او لغاتونه دی ،چه همدا جګړه سره منځ ته راغلی دی،
کله چه سوله راشی نو دا نوی لغاتونه به هم ورسره ولاړ شی.هیر دنه شی ،الله ج ښه رزق ورکونکی او ښه پناه ورکونکی دی،

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x