زړې ښځي به جنت ته نه ځي

مفتي حکیم الله صابر الحنفي

حضرت أنس رضي الله عنه فرمايې : یو ځل یوې زړې مېرمنې له پیغمبر أکرم حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم نه د دعاء کولو غوښتنه وکړل چي الله جل جلاله جنت ورته په برخه کړي ، حضرت محمد عربي صلی الله علیه وآله وسلم ورته وفرمائل : {لاٰ تَدْخُلُ الْجَنّةَ عَجُوزٌ}.

“هیڅ یوه بوډۍ مېرمن به جنت ته لاړه نه شي”.

د لمانځه وخت شو ، رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم لمانځه ته ولاړی.، بوډۍ ډیره خواشینې شوه او په ژړا یې لاس پورې کړ تردې چي بیرته رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم تشریف راوړ ، عائشه صدیقه رضي الله عنها ورته وایې : یا رسول الله ! ﷺ دا ښځه ستا د وینا له أمله تر اوسه ژاړي او پوښتنه کوي ، چي: “ولي به زړې مېرمني جنت ته داخلي نه شي”؟!

د الله رسول ﷺ وخندل او ویې ویل : هو ! هيڅ سپین سرې به جنت ته نه ځي (یعني ری العزت به یې ځوانه کړي بیابه جنت ته ځي) بیایې وفرمائل : ولي تا د الله جل جلاله ارشاد نه دی لوستلی چي : {إِنَّا أَنْشَأْنَاهُنَّ إِنْشَاء فَجَعَلْنَاهُنَّ أَبْكَارًا عُرُبًا أَتْرَابًا} .
(الواقعة :35,36) .

ژباړه : او بیشکه ښځي موږ په خاص ډول جوړي کړي ، یعني داسي مو جوړي کړي دي چي هغوي ځواناني ، محبوبي او همزولي وي (نو چي کله یې ځواني او همزولي کړي بیا به یې جنت ته داخلوي).”

(په پاخه عمر کي مړه شوي ټول خلګ به لومړي ځوانان او بیا جنت ته داخل کړای شي).

زموږ د محبوب محمد عربي صلی الله علیه وآله وسلم خوش طبعي یا مزاح داسي وو.

(مرقاة المفاتيح للامام علي القاري جــ۹ صـ۱۰۹).

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

اسلام عجب ښکلی دین دی، خو مونږه نورو ته ببو جوړ کړی تر دی حده چی مسلمانان هم کله کله وایی چی تیر لدی مسلمانی دا څه بدبختی ده.

لونګ
میلمه
لونګ

ښخی چی ژړی شی بیا باکل بدرنګه شی نسبت و سړو ته. مڼه چی پخته شی کچیری څوک له ونی څهه هم ونشکوي له ونی څخه راولیږی پر ځمکه. انسانی روح جی خپل سایکل تر سره کړی بیا هغه وخت روح خپله اعظمی حد ته رسی او باید له وجوده څخه راووځی او هغه ځی ته چی ااالله ورته مقرر کړی مستقر کیږی. رسیدلی روح یا پخه شوې روح داسی وی لکه چی سړی په حالت د ځوانی کی وي. کله کله مو په خوب هم لیدلی چی بیرته د ځوانی وخت ته تللی یو؟ همداسی به سړی ځوانیږی او… نور لوستل »