افغانستان

د قطر خبرې د يو څه سستوالي سربېره هم روانې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۷ل): د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې دیارلسمې ورځې ته غزيدلي او نن يکشنبه هم دغه خبرې روانې وې.

د پخواني اټکل له مخې روانې خبرې بايد درې يا څلور ورځو کې پای ته رسېدلې وای، خو دغه خبرې د دواړو لوريو د لېوالتيا او بحثونو له امله اوږدې شوې.

دغه خبرې چې د رسنيو له سترګو پټې د تړلو دروازو تر شا کيږي، په اړه يې کره معلومات او جزئيات بهر ته نه راوځي، خو ځينې سرچينې وايي، چې د يو شمېر خنډونو سربېره هم دغه خبرې ښې روانې دي.

 د دغو خبرو څارونکي وايي، چې تېره ورځ دغه خبرې يو څه سستې وې؛ ځکه چې د امریکايي پلاوي مشر مرکچي زلمی خلیلزاد د مذاکراتو په تالار کې راښکاره نه شو، خو د طالبانو سياسي مرستيال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د قطر امنيتي مسؤولينو په ملتيا د مذاکراتو سالون ته څېرمه دوه ځله ليدل شوی دی.

طالبان وايي، چې امریکايي جهت سره د بهرنيو پوځيانو په وتلو او د افغانستان خاوره د امریکا پر ضد نه کارولو په موضوع خبرې کوي، خو امریکايي سرچينې وايي، چې طالبانو سره په څلورو موضوعاتو خبرې کوي او د يادو اتفاقي موضوعاتو سربېره اوربند او افغان حکومت سره خبرې دي.

د طالبانو او امریکا سربېره د روانو خبرو څارونکي او عام افغانان هيله من دي، چې د سولې دغه خبرې به يوه ښه پایله ولري او شونې ده،  چې پر ځينو مهمو موضوعاتو په روانه ناسته کې  هوکړې ته ورسيږي او ځينې خبرې به راتلونکو ناستو ته وځنډول شي.

د افغانستان روانې کشالې د پای  ته رسولو لپاره د امریکا او طالبانو مرکچي ټيمونو ترمنځ د خبرو سربېره د دواړو غاړو تخنيکي ټيمونه هم کار کوي او هره ورځ د شپې تر ناوخته تخنيکي ډلې خپل کارونه پر مخ بيايي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x