د سولې پيغمبر!

 مفتي حکیم الله صابر الحنفي

رسول الله ﷺ د مکې مکرميې د فتحي په ورځ د خپلو سرتیرو ملګرو سره د مدینې منورې څخه د مکې مکرمې پر لور په خورا عظمت او دبدبه راروان وو ، دومره ستر لښکر په دې سیمه کي چا نه وو لیدلی ، فوځ د یوه سیلاب په څیر ښکاریده.

د تیارې پر مهال د اسلامي فوځ لخوا د اورونو بلیدل داسي ښکاریدل لکه ټولو أهل حجازو چي پر مکه مکرمه برید کړی وي.

د مکې ستر ــ ستر جګړه ماران چي د مسلمانانو پر خلاف په ګڼو ډګرونو کي جنګیدلي وه او د رسول الله ﷺ د دعوت پر مهال یې پر مسلمانانو خورا زیات ظلمونه کړي وه ، له دې ستر لښکر څخه د تيښتي په حال کي وه. ځکه هر وګړی د خپلو بدو أعمالو په وجه خورا سخت ډاریده او فکر یې کاوه چي نن به حتماً په مکه مکرمه کي د وینو ویالې وبهیږي.

د أبو جهل ځوي عکرمه د سمندر پر لور منډه کړه، أبو سفیان چي د مسلمانانو پر ضد یې د کفارو مشري کړې وه سختي ویري أخیستی وو او د حضرت عباس رضي الله عنه په وسیله یې له رسول الله ﷺ څخه د سولي غوښتنه وکړه ، رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ورته وویل : چاچي د أبوسفیان (رضی الله عنه) په کور کي پناه واخیسته په أمن دی ، چاچي کعبي ته پناه یو وړه په أمن دی او چاچي د خپلو کورونو دروازې وتړلې په أمن دي.

ټولو خلکو داسي فکر کاوه چي نن به د مکې له مشرکینو څخه د انتقام أخیستلو ورځ وي. خو د سولي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم وویل : نن د انتقام ورځ نه بلکي د رحم ، شفقت او کرم ورځ ده هیڅ څوک دي نه ویریږي ، د عمومي عفوي اعلان یې وکړ. هـو ! په دې ورځ رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د خپل سر قاتلینو او د ګڼو مسلمانانو وژونکو ته په وینا کي وویل : تاسـو أزاد یاست ، نــن زه لــه تاسو ســره د حضرت یوســف علی نبینا وعلیه الصلاة والسلام د ورونو په څیر معامله کوم .

رب العزت وایي : «قَالَ لَا تَثْرِيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ ۖ يَغْفِرُ اللَّهُ لَكُمْ ۖ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِين».
(سورة یوسف آیتــ92).

ژباړه : نن ورځ پر تاسي باندی زما له طرفه هیڅ سرزنش او ملامتیا نشته ، الله جل جلاله دي تاسو ته بخښنه وکړي او هغه تر ټولو بهترین رحم کونکی دی.

(البدایة والنهایة للامام ابن کثير جــ۴ صــ۳۳۱).

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د