د ملا عمر د ژوند وروستۍ ورځې

واحد فقيري

د امریکا معتبر اخبار وال سټریټ ژورنال د مارچ پر ۱۰ لیکي د طالبانو مشر ملا محمد عمر اخوند د ژوند تر آخره پوري د افغانستان په جنوب کي یوې امریکايي نظامي اډې ته څېرمه په خفا کي ژوند کاوه، او د متحده ایالاتو استخباراتو او نورو جاسوسي ادارو د ملا عمر د ځای ځایګي په اړه غلط معلومات درلودل.

وال سټریټ ژورنال وايي د ( سي ای ې) او نورو استخباراتي سازمانونو اجماع پر دې وه چي ملا عمر په پاکستان کي پټ دی. وال سټریټ ژورنال دا نوی رپوټ لیدلی دی، او دا رپوټ د ملا محمد عمر اخوند وروستۍ ورځي په جزییاتو بیانوي. رپوټ وايي چي ملا عمر د خپل باډي ګارډ، جبار عمري، سره یو ځای ژوند کاوه. د ډېرو کمو خلګو سره يې ملاقات کاوه، او کله نا کله یې د کوټي له شورا ته پیغامونه استول.

دا رپوټ به څو ورځي وروسته په واشنګټن او نیویارک کي خپور سي. پدې رپوټ کي د هغو خلګو سره مرکې سوي دي چي د ملا عمر سره یې نژدې اړیکي لرلې. ملا عبدالغني برادر د ملا عمر نژدې ملګری او یار وو.

دا رپوټ وايي متحده ایالاتو د خپل دوښمن په اړه پر غلطو معلوماتو باندي تکیه کوله، او د طالبانو د نهضت په باب یې معلومات ډېر ناقص دي.

د امریکا مرکزي استخبارات (سیا) له تبصرې کولو څخه ډډه وکړه.‌

په افغانستان کي د امریکايي قواوو پخوانی قومندان جنرال ډېویډ پتریس وايي دا ناممکنه ده چي ملا عمر دي په افغانستان کي پاته سوی وي، ځکه په هغه صورت کي به امریکا هغه په ډیره اساني خپل هدف ګرځولی وای. هغه علاوه کوي،«موږ په افغانستان هر ځای ته لاسرسی لاره. دا به یوه حیرانونکې خبره وي چي ملا عمر دونه ریسک منلی وای چي یوه شپه موږ ناببره دروازه ور ټکولې وای.»

اخبار لیکي امریکا په کلونو کلونو ادعا کوله چي د طالبانو مشران په پاکستان کي دي، او پاکستان يې ساتي. خو پاکستان دا ادعاوي ردولې.

دا رپوټ وايي د ۲۰۰۱ په پای کي ملا محمد اخوند د طالبانو ورځنۍ چاري ملا عبیدالله اخوند ته ورسپارلې، او خپله د زابل ولایت ته ولاړ. هغه څو کاله په کلات کي ژوند وکړ، او د عبدالصمد استاذ په کور کي مخفي وو.

یو ځل د امریکا خاص قواوو پر همدې کور باندي چاپه ووهله، خو هغه مخفي کوټه یې پیدا نه کړه چي ملا عمر په کښې پټ وو.

اخبار لیکي چي د امریکا د دفاع وزارت پدې برخه کي له تبصرې کولو څخه ډډه وکړه.

د افغان د جنګ مشهور تحلیلګر ښاغلی برهان عثمان وايي ملا عمر د پاکستان په اړه سخت شکمن وو، ځکه د طالبانو نور مشران په پاکستان کي په خپلو کورونو کي نظر بند ول. عثمان وايي د هغه تحقیقات ښيي چي ملا عمر په زابل کي وو.

عثمان وايي دا خبره درسته ښکاري،«ځکه ملا عمر فکر کاوه چي پاکستان به له ده څخه د یوې الې په توګه کار واخلي،‌او د طالبانو د نهضت سمت او جهت به ور بدل کړي.»

وال سټریټ ژورنال لیکي کله چي امریکایانو د ملا عمر مخفي کور ته څېرمه خپله نظامي اډه جوړه کړه، ملا عمر د سیوري ولسوالۍ ته کډه وکړه. دا ځای د ملا عمر پلرنۍ سیمه ده. پدې وخت کي ښاغلي عمري د ملا عمر لپاره یو د خټو کور پیدا کړ،‌ او تر مرګ پوري ورسره وو. ملا عمر په ۲۰۱۳ کي وفات سو.

دا ځای هم د امریکایانو له یو بل نظامي بېس څخه فقط څو میله لیري پروت وو. پدې سیمه کي څو امریکايي عسکر وژل سوي دي.

دا رپوټ وايي ملا محمد عمر اخوند په سیوري کي منزوي او پټ ژوند کاوه. یوازي به کله نا کله د پیتاوي لپاره بهر راووت. وخت نا وخت به یې د خپلي ږیري د رنګولو لپاره نکریزي غوښتې، او کله نا کله به يې نسوار هم غوښتل.

ښاغلي عمري وايي چي ملا عمر په ۲۰۱۳ کي ناروغه سو. هغه نه غوښتل چي ډاکټر ته ولاړ سي،‌او یا هم د معالجې لپاره پاکستان ته سفر وکړي، څو بالاخره په زابل کي وفات سو. د ملا عمر کورنۍ هغه په زابل کي ښخ کړ.

avatar
5 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

ډير د شرم وړ رپورټ د هغه لپاره چی په دی پاڼه کی يی ليکلی او ځای کړيدی .
نوری اپلاتی به يی پريږدو خو داچی د يو داسی تحريک امير چی د نړی زورور ځواکونه يی پر ګونډو کړه ټوله عمر پټ ، منزوی ، پيتاوی او سيوری ته به ناست و له بيکاری به يی ږيره رنګول او نصوار به يی کول .
دا د هغو مغرضو مريضانو خبری دی چی طالبان نه پيژنی او يا داچی پيژنی يی خو غرض او مرض يی نه پريږدی .
په شرمو وشرميږی .

Adam Khan
میلمه
Adam Khan

I just read this article on BBC news in English as well. All I can say: You were strong, you were patient, you were determined, you were a true believer, you were a second Omer, you were a true Muslim, you
were a true Pakhtoon, and you left a strong lesson a strong book to
teach your fellow Mujahid Taliban.

It looks like your bodyguards were Angels, .

حماد
میلمه
حماد

### په اصل کې چې هر افغان درک کړیده ملا صاحب یو واقعي مسلمان او ریښتینی افغان وو، په دې کې شک نشته چې پاکستان د طالبانو لپاره په بالواسطه او بلا واسطه توګه ملاتړ وکړ او ممکن د ملا صاحب په ناخبرې کې هغه ته له پاکستان څخه د هغه د اړتیا وړ مرسته رسیدله ولې د ډیورنډ پر موضوع او په اخیره کې د پاکستان په متزلزل سیاست او منافقت ملا صاحب پوه شوی وو. د ملا عبیدالله اخوند په هکله ویل کیږې چې هم یې سیاسي او هم نظامي بصیرت درلود، د ورځنیو سیاستونو او واقعتونو تحلیل… نور لوستل »

حماد
میلمه
حماد

نن ### اسیا ځانته بې طرفه وایې او حال داچه زما کومنټ یې نیم لیري کړی ده.
دا شبکه ماته د آی ایس آی ### چینل ښکارې او ددوي بیطرفي راته په ښکاره د بل مزدوري ښکاري او بس.
### دې دغه پاڼه او ددغې پاڼي پر چلوونکو وې چې دعوه یې د اسلامي روش ده اوپه حقیقت کې مسلمانان غولوي

غوربندي
میلمه
غوربندي

تا په خوله کې سپي تړلي

هارون
میلمه
هارون

ښه به دا وای چې د ملا صاحب محمد عمر یو څو انځورونه هم په پورتنیو ودانیو کې ښودل شوي وای. خو په هر صورت اوس مهمه دا ده چې که چېرې طالبان واک تر لاسه کړي، د ملي ګټو سره به څه ډول چلند کوي او دې ګټو ته به څومره لومړیتوب ورکوي. د دې نه به د طالبانو د حکومت خپلواکي اټکل کېږي او خلک به قضاوت ورباندې کوي چې دا ډېره مهمه ده.