افغانستان

د اشرف غني مشورتي لویه جرګه د نامعلوم برخلیک سره مخ ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۷ل): هغه لویه مشورتي جرګه چې اشرف غنې يې د جوړولو غوښتنه کړې وه، د نامعلوم برخلیک سره مخ ده او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند حنیف اتمر یې په اړه د حکومت څخه پوښتنه کړې چې د څه لپاره وه او د کوم برخلیک سره مخ ده.

ټاکل شوې وه چې د سولې اړوند مشورتي لویه جرګه به د رواني میلادي میاشتې «مارچ» پر ۱۷مه نیټه جوړیږي، خو اوس چې یوه اونۍ ټاکلې مودې ته پاته ده، په اړه یې داسي ګنګوسي دي چې ځنډېدلې او حکومت یې هم رسما په اړه څه نه وايي چې کله به جوړیږي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند حنیف اتمر د طلوع نیوز تلویزون سره په خبرو کې پوښتنه کړې چې ددغې جرګې هدف څه وو، او ولي يې په اړه حکومت څه نه وايي؟

بلخوا د سولي عالي شورا ویاند احسان طاهري ویلي، مشورتې لویه جرګه تر راتلونکي شمسي کاله پوري ځنډېدلې.

نوموړي ویلي چې ولسمشر تر اوسه د لویې جرګې جوړولو کمیټې ته امر نه دی کړی چې د جرګې را غوښتلو وروستي اجراءات تر سره کړي.طاهري ویلي چې دوی اوس د جرګې را غوښتلو لپاره د نوي نیټې په انتظار دي.

باید وویل شي چې ولسمشر اشرف غني څه موده وړاندي د مشورتې لویې جرګې را بللو اعلان کړی وو او ویلي وه چې په دغه غونډه کې به د سولې اړوند مذاکراتو او تر سولې وروسته د حکومت په اړه ګډونوال نظر ورکړي. خو د حکومت سیاسي مخالفین وايي اشرف غني ددغه سي هڅو په واسطه د راتلونکو انتخاباتو لپاره ځانته کمپاین کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x