
د دوه پرلپسې پيښو وروسته هوايي شرکتونو د بوینګ ۳۷۳ الوتکو پروازونه لغوه کړي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ د افریقايي هیواد ایتوپيا ملي هوايي شرکت یوه الوتکه هغه مهال وغورځېده کله چې د ادیس ابابا د هوايي ډګر څخه پورته شوه او یوازي ۶ دقیقې یې پرواز وکړ.
په پيښه کې ۱۵۷ مسافر او عمله ووژل شول.
دغه الوتکه د امریکايي شرکت «بوینګ» له لوري جوړه شوې، ماډل نمبر یې (۷۳۷ ماکس ۸) دی، د الوتکې قیمت ۱۲۱.۸ ملیونه ډالره دی.
د ایتوپین ایرلاینز مسؤولین وايي چې یاده الوتکه نوې وه، یوازي څلور میاشتې تر مخه دوی د بوینګ څخه تسلیم کړې وه او تر پرواز مخکې يې هیڅ عیب نه درلود، خو تر اوسه نه پوهیږي چې د الوتکې د غورځېدو وجه به څه وي.
باید وویل شي چې شاوخوا پنځه میاشتې تر مخه (اکتوبر ۲۰۱۸) د انډونیزیا هیواد د «لیون» شرکت یوه ورته ماډل الوتکه تر پرواز ۱۶ دقیقې وروسته وغورځېده او ټوله سپرلي یې ووژل شوه او تر اوسه یې علت نه دی څرګند، خو دومره ویل شوي چې د الوتکې یو «سنسر» کې څه مشکل وو چې له امله یې په اتومات ډول مخ کښته د ځمکې پر خوا سو او د پیلوټ د هڅو سربېره الوتکه خپل طبیعي پرواز ته ونه ګرځېده او په سمندر کې وغورځېده.
د بوینګ شرکت ویلي چې دوی هم نه پوهیږي چې ولي به دغه الوتکه غورځېدلې وي خو په یوه بیان کې یې ویلي چې دوی اوس مهال ټول ترکیز د ایتوپین ایرلاینز سره پر مرستو او تحقیقاتو باندي کوي.
د پيښې یوه ورځ وروسته نن ایتوپین ایرلاینز اعلان وکړ چې د همدغه ماډل نورې الوتکې چې ددوی سره په خدمت بوختي دي، نور به تر امر ثاني پوري پرواز ونه کړي.
همداسي د چین ایرلاینز اعلان کړی چې احتیاطا دوی هم دغه ماډل الوتکو ته نور پرواز نه ورکوي.
ګمان کیږي چې ټول هغه شرکتونه چې دغه ماډل الوتکې کاروي، د یو څه وخت لپاره به یې احتیاطا پروازونه وځنډوي.