
حکمتیار: هغوي چې خپله قصابان دي، ماته قصاب وايي / ویډیو
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۷ل): د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د طلوع نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي چې کابل ته په راتګ راضي دی، په اوسني وضعیت یې راضي دی، او لاسته راوړنې یې هم په لیدو ارزي.
نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ده ته د «کابل قصاب» ویل کیږي، وویل هغه کسان چې خپله قصابان دي، ده ته قصاب وايي.
حکمتیار د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د ولسمشرۍ لپاره به ښځه او که نارینه انتخابوي، وویل چې زه سړي ته رایه ورکوم، ځکه چې نارینه د ښځې په پرتله زیاته وړتیا لري. «کهچېرې یو سړی او یوه مېرمن له یو شان استعدادونو او وړتیا سره وي او له ما نه پوښتنه وشي چې د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره چاته رایه ورکوئ، زه سړي ته رایه ورکوم ځکه چې فکر کوم چې نرینه د ښځې په پرتله وړ دی، نه د جنسیتي تعصب له مخکې بلکې د ښځې او سړي د ذاتي استعدادونو لپاره دی.»
حکمتیار همداراز ویلي چې د طالبانو سره په هره کچه ښې اړیکې لري، تمه لري چې د دوحه خبرې به مثبتې پایلي ولري.
نوموړي وویل چې طالبان اوس مجبورا باید سوله وکړي، ځکه چې وضعیت دا سي دی چې ښایي ددوی لپاره بله لاره ستونزمنه وي.