افغانستان

د پوهنتونونو استادانو درسي اعتصاب پیل کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۷ل): د دولتي پوهنتونو د استادانو اتحادیه وايي، چې د ځينو امتیازاتو د سم نه ادا کېدو په غبرګون کې يې درسي اعتصاب پیل کړی دی.

د دې اتحاديې له مطبوعاتي ادرسه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ټول هېواد کې د دولتي پوهنتونو استادانو درسي اعتصاب د کب میاشتې له ۱۹مې نیټې پیل دی او تر هغو به دوام وکړي چې دولت يې شکایت واوري.

دوی د معاشونو او امتیازاتو په برخه کې د ستونزو پوره وضاحت نه دی کړی، خو لیکلي يې دي چې دولت باید د لوړو زده کړو وزارت قانون د ۳۵مې مادې مطابق چلند خپل کړي.

سرچینه زیاتوي ان پخپله اشرف غني ورسره د پروسې د قانوني تطبیق ژمنه کړې وه، خو له کلونو راهیسې يې ستونزې پر ځای پاتې دي.

د لوړو زده کړو وزارت تعلیمي کال د روانې میاشتې «کب» پر ۱۵مه پیل شو، چې درې ورځې وروسته يې استادانو اعتصاب پیل وکړ.

دا په داسې حال کې دی چې په تېر تعلیمي کال کې د سید جمال الدین افغان عالي دارالمعلمین استادانو هم د ځينو ستونزو له امله درسي اعتصاب نږدې اوه میاشتې دوام وکړ او یوازې دوه میاشتې يې درسي کال درلود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x